له شي جینپینګ سره له لیدنې وروسته ټایوان ته د ټرمپ خبرداری: خپلواکي مه اعلانوئ

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ایان ایکمان
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټایوان ته خبرداری ورکړی چې له چین دې په رسمي ډول د خپلواکۍ اعلان نه کوي.
د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ، په بېجینګ کې له خپل چینایي سیال شي جینپینګ سره د دوه ورځنۍ سرمشریزې په پای کې، فاکس نیوز ته وویل: "زه نه غواړم څوک خپلواکي اعلان کړي."
د ټایوان ولسمشر لای چینګ ټي مخکې ویلي وو چې ټایوان رسمي خپلواکۍ اعلانولو ته اړتیا نه لري، ځکه چې هغه لا دمخه ځان یو خپلواک هېواد ګڼي.
امریکا له اوږدې مودې راهیسې د ټایوان ملاتړ کړی او د قانون له مخې مکلفه ده چې د ځاندفاع امکانات ورته برابر کړي، خو په عین حال کې یې تل هڅه کړې چې له چین سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې هم وساتي.
ټرمپ مخکې ویلي وو چې د دې خپلځان اداره کوونکي ټاپو په اړه یې "هېڅ لوري ته ژمنه نه ده کړې" - هغه ټاپو چې چین یې د خپلې خاورې برخه ګڼي او د زور له لارې د نیولو احتمال یې هم نه دی رد کړی.
د واشنګټن رسمي دریځ دا دی چې د ټایوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي او له بېجینګ سره دوامداره اړیکې په دې شرط دي چې یوازې یو چینایي حکومت ومنل شي.
بېجینګ د ڼټایوان د ولسمشر پر ضد سخت دریځ خپل کړی او مخکې یې هغه "ستونزه جوړوونکی" او "د دواړو غاړو د سولې ویجاړوونکی" بللی و.
ډېر ټایوانیان ځان د جلا ملت برخه ګڼي، خو اکثریت یې د اوسني حالت د دوام پلوي دي؛ یعنې نه له چینه رسمي خپلواکي اعلان شي او نه هم ورسره یوځای شي.
ټرمپ په خپله مرکه کې بیا ټینګار وکړ چې د امریکا پالیسي په دې مسئله کې نه ده بدله شوې.
هغه وویل: "تاسو پوهېږئ، موږ باید ۹۵۰۰ میله (۱۵٬۲۸۹ کیلومتره) سفر وکړو چې جګړه وکړو. زه دا نه غواړم. زه غواړم حالات ارام شي. زه غواړم چین ارام شي."
واشنګټن ته د ستنېدو پر مهال، د امریکا ولسمشر خبریالانو ته ویلي وو چې ده او شي جینپینګ د ټاپو په اړه "ډېرې خبرې" کړې، خو هغه ونه ویل چې ایا امریکا به د ټایوان دفاع وکړي که نه.
ټرمپ وویل، شي جینپینګ "د دې ټاپو په اړه ډېر قوي احساسات لري" او "نه غواړي د خپلواکۍ حرکت وویني."

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د چین دولتي رسنیو د راپور له مخې، شي جینپینګ د خبرو پر مهال خبرداری ورکړی و چې: "د ټایوان مسئله د چین او امریکا په اړیکو کې تر ټولو مهمه موضوع ده" او زیاته یې کړه: "که دا مسئله ناسمه اداره شي، دواړه هېوادونه ښايي ټکر یا حتی شخړې ته نږدې شي".
کله چې له ټرمپ وپوښتل شول چې ایا هغه د ټایوان پر سر له چین سره د شخړې احتمال ویني، هغه وویل: "نه، زه داسې فکر نه کوم. زما په اند هر څه به سم وي. شي جینپینګ جګړه نه غواړي".
چین په وروستیو کلونو کې د ټاپو شاوخوا پوځي تمرینونه زیات کړي، چې له امله یې په سیمه کې کړکېچ ډېر شوی او هغه توازن ازمویل شوی چې واشنګټن ساتلی و.
د تېر کال په وروستیو کې، د ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې پر ټایوان به د ۱۱ میلیارد ډالرو (۸ میلیارد پونډه) وسلو بسته وپلوري، چې پرمختللي راکټ لانچرونه او بېلابېل توغندي هم پکې شامل وو، هغه اقدام چې بیجینګ وغانده.
ټرمپ وویل ډېر ژر به پرېکړه وکړي چې ایا دا وسلې پلورل کېدای شي که نه او زیاته یې کړه چې ده او شي جینپینګ په دې موضوع "په ډېر تفصیل" خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړه: "زه به ووایم چې باید له هغه کس سره خبرې وکړم چې اوس، تاسو پوهېږئ څوک دی، تایوان اداره کوي".
امریکا له ټایوان سره رسمي اړیکې نه لري، خو غیررسمي پراخې اړیکې ورسره ساتي. د امریکا ولسمشران معمولاً د ټایوان له مشر سره مستقیمې خبرې نه کوي، ځکه دا کار به له بېجینګ سره جدي کړکېچ رامنځته کړي، چې د ټایوان ولسمشر لای چینګ ټي بېلتونپال ګڼي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د ټایوان مرستیال بهرنیو چارو وزیر چن مېنګ-چي د شنبې په ورځ وویل چې ټایوهېواد یې اړ نه دی د ټرمپ د څرګندونو دقیق مفهوم روښانه کړي.
چن همدارنګه وویل چې ټایوان ته د امریکا د وسلو پلور د امریکا د قانون له مخې تایید شوی اقدام دی.
هغه زیاته کړه: "د ټایوان او امریکا ترمنځ د وسلو پلور تل د سیمهییزې سولې او ثبات یو اساسي بنسټ پاتې شوی دی".
ټرمپ فاکس نیوز ته هم وویل: "موږ د جګړو په لټه کې نه یو او که حالت همداسې وساتل شي، زما په اند چین به هم ورسره ستونزه ونه لري. خو موږ نه غواړو څوک ووایي: "راځئ خپلواکي اعلان کړو ځکه امریکا زموږ ملاتړ کوي. " "
امریکا مخکې هم د چین غوسه راپارولې وه، کله چې داسې ښکاره شوه چې د ټایوان د خپلواکۍ په اړه یې خپل دریځ نرم کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې له خپلې وېبپاڼې هغه بیان لرې کړ چې پکې د واشنګټن له خوا د ټایوان د خپلواکۍ مخالفت بیا تکرار شوی و - هغه اقدام چې بېجینګ وویل "بېلتونپالو ځواکونو ته ناسم پیغام لېږي".
په هغه وخت کې، په ټایوان کې امریکايي چارواکو ویلي وو: "موږ له ډېرې مودې راهیسې ویلي چې د دواړو خواوو له لوري د اوسني وضعیت هر یو اړخیز بدلون سره مخالفت کوو".
د ټایوان د بهرنیو چارو وزیر لین چیا-لنګ وویل چې د هغه ټیم د امریکا او چین سرمشریزه له نژدې څارلې او له امریکا او نورو هېوادونو سره یې ښې اړیکې او دوامدار تماس ساتلی، چې د تایوان او امریکا اړیکې په ثابت ډول ژورې شي او د ټایوان ګټې خوندي پاتې شي.
هغه وویل چې ټایوان تل په سیمه کې "د سولې او ثبات ساتونکی" پاتې شوی او پر چین یې تور ولګاوه چې د خپلو "یرغلیزو پوځي اقداماتو او استبدادي فشارونو" له لارې خطرونه زیاتوي.





















