ټرمپ منلې چې له فیفا یې د امریکا د نړیوال جام سور کارت بیا څېړل غوښتي
ټرمپ منلې چې له فیفا یې د امریکا د نړیوال جام سور کارت بیا څېړل غوښتي
د خپرېدو وخت
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تایید کړه چې له فیفا یې غوښتنه کړې وه چې د نړیوال جام په سیالیو کې د امریکا د مخکښ بریدګر فولارین بالوګون د یوې لوبې بندیز بیا وڅېړي.
بالوګون وروسته له هغه د بلجیم پر وړاندې لوبه له لاسه ورکولو ته چمتو شوی و چې د یوې خطا له امله یې مستقیم سور کارت ترلاسه کړ.
خو فیفا په یوه حیرانوونکې پرېکړه کې د هغه د یوه لوبې اتومات بندیز د ۱۲ میاشتو لپاره وځنډاوه، چې له امله یې پراخې نیوکې رامنځته شوې.



