د ایران د مخکیني مشر جنازه: کوم هېواد ته کوم ایت؟
د ایران د مخکیني مشر جنازه: کوم هېواد ته کوم ایت؟
د خپرېدو وخت
د ایران اسلامي جمهوریت پخواني مشر ایتالله خامنهیي د درناوي مراسمو کې د بېلابېلو هېوادونو د استازو شتون پر مهال، قاریانو د قران کریم داسې ایتونه تلاوتول چې په ټولنیزو رسنیو کې يې په اړه ډول – ډول غبرګونونه ښودل شوي. يوه موضوع چې تر ټولو ډېرې خبرې پرې شوې، دا ده چې دغه ایاتونه په تصادفي ډول نه وو غوره شوي، بلکې د ایران اسلامي جمهوریت له هغو هېوادونو او پلاوو سره د اړیکو او د هغوی په اړه د لیدلوري له مخې ټاکل شوي وو او "ایران غوښتل همهاله خپل سیاسي پيغام هم ورسوي."
هغه ایت ته ډېر پام ور اوښتی چې د سعودي عربستان د استازو په شتون کې تلاوت شو، يو داسې هېواد چې له امریکا سره نژدې اړیکې لري او له ایران سره یې اړیکې له لوړو ژورو تېرېږي.



