افغانستان کې طبیعي پېښو مرګژوبله او زیانونه اړولي دي

مرکزي بغلان، پلخمري او څو نورو ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د بغلان مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سېلابونو مرګژوبله او زیانونه اړولي دي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د هېواد د شمال ختیځ په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو پایله کې راوتلو سېلابونو او د سویل په کندهار او هلمند کې توپانونو مرګژوبله او درانه مالي زیانونه اړولي دي.

تر ټولو ډېره مرګژوبله په بغلان کې سیلابونو اړولې ده.

د بغلان د والي ویاند خپلواک فاروقي ویلي، په پلخمري ښار، مرکزي بغلان، ډنډ غوري، دهنه غوري او څو نورو ولسوالیو کې تېره شپه او ورځ پراخ سېلابونه راوتلي دي.

نوموړی وايي لومړنۍ شمېرې ښيي چې په دغه ولایت کې تر ۱۵ پورې کسان مړه او لسګونه ټپيان دي، خو دا چې له ځینو ولسوالیو سره مخابراتي اړیکې پرې دي نو امکان شته چې د مرګژوبلې او زیانونو کچه لوړه شي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري چې په ځینو سیمو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان په خپلو کورونو کې په سېلابي اوبو کې ایسار پاتې دي او د کورونو ځینې برخې یې رانړېږي.

د دغو سېلابونو له کبله باغونه او کرنیزې ځمکې وېجاړې او څو ځایه لارې هم تړل شوې وې. خو د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت په وینا د سالنګ په ګډون ځینې لویې لارې نن بېرته پرانیستل شوې.

د افغانستان شمال ختیځ کې له دغو سختو پسرلنیو بارانونو او سېلابونو سره هممهاله په سویل کې له خاورو او دوړو سره مله توپان لږترلږه درې کسان مړه او ګڼ نور ټپیان کړي دي.

د رپوټونو له مخې دغه باد او توپان په کندهار او هلمند کې کروندو او باغونو ته زیان اړولی او په ځینو سیمو کې یې ونې له بېخه ایستلې دي.

افغانستان د ورښتونو، سېلابونو، ځمکښوېدنو او زلزلو په څېر د طبیعي پېښې له اړخه ډېر زیانګالی دی.

د طالبانو حکومت پېښو ته د چمتووالي ادارې د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې همدا روان لمریز کال د وري/حمل له شپږمې راهیسې په تېرو نږدې دوو میاشتو کې په طبيعي پېښو کې ۲۷۰ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره د دوړو توپانونو او د ملخانو یرغل په څېر ښکارندو هم چاپېریال او د خلکو عایداتي سرچینو ته زیان رسولی دی.

افغانستان سږ پسرلۍ د تېرو څو کلونو پرتله ورښتونه ډېر دي.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د دغو ورښتونو پایله کې راوتلو سېلابونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې زرګونه کورونه په بشپړ یا جزيي ډول ویجاړ او سلګونه کیلومتره سړکونه زیانمن کړي دي.

سېلابونو د سالنګ لویه لار هم تړلې وه، خو د ټولګټو وزارت د جمعې پر ورځ وویل چې بېرته یې پرانیستې ده

د عکس سرچینه، اشرف حق‌شناس

د عکس تشریح، سېلابونو د سالنګ لویه لار هم تړلې وه، خو د ټولګټو وزارت د جمعې پر ورځ وویل چې بېرته یې پرانیستې ده

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په وینا، تېرو ۳۰ ورځو کې د هېواد په ختیځو او سویل ختیځو سیمو کې د باران کچه له ۱۰۰ میلی‌مترو اوښتې.

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له خلکو غوښتي چې په باراني ورځو کې د سیندونو غاړو او داسې سیمو ته له تګ ډډه وکړي، چې د سېلاب د راوتلو خطر پکې وي.

افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت او کمزورو بنسټیزو جوړښتونو له کبله د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د اقلیمي پېښو پر وړاندې ډېر زیان‌ګالي دي.

د څو لسیزو جګړې او ناامنۍ ترڅنګ د زیربناوو نشتوالي، کمزوري اقتصاد، د ځنګلونو وهل کېدو او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو زیاتېدو د دغو پېښو له اړخه زیانونه او تلفات لا پسې ډېر کړي دي.

دغه زیانونه په تېره بیا کلیوالي سیمو کې، چې اکثریت کورونه پکې له خښتو او خټو جوړ وي او د سېلابونو، درنو بارانونو او زلزلو پر وړاندې ډېر مقاومت نه لري، ‌لا پراخ وي.