اسرائیل تائید کړه چې پوځیانو یې پر هغه موټر ډزې کړې وې چې هند رجب پکې وژل شوې وه، او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې

د عکس سرچینه، Family/Reuters
- Author, یولاندي نیل او لوسي ویلیمسن- د منځني ختیځ خبریاله، بیت المقدس
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د اسرائیلو پوځ لومړی ځل تائید کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې یې پر هغه موټر ډزې کړې وې چې پنځه کلنه فلسطینۍ نجلۍ هند رجب پکې ناسته وه. په هغه پېښه کې هند رجب او د هغې شپږ خپلوان ووژل شول.
هند رجب په لومړي برید کې ژوندۍ پاتې شوې وه او د ټیلیفون یو زنګ یې ځواب کړی و، چې پکې یې په ژړا او زاریو د مرستې غوښتنه کوله. دغه ټیلیفوني اړیکه څو ساعته روانه وه.
د هغې د ژغورلو لپاره یو امبولانس ولېږل شو، او دا اقدام له اسرائیلي پوځ سره په همغږۍ ترسره شوی و. خو وروسته پر امبولانس هم مرمۍ وورول شوې، چې له امله یې دوه روغتیاپالان ووژل شول. د هند مړی څو ورځې وروسته وموندل شو، او د هغو نورو کسانو مړي هم ورسره وموندل شول چې په دغه پېښه کې وژل شوي وو.
د اسراییلو دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هند رجب، د هغې د کورنۍ او هغو دوو روغتیاپالانو د وژل کېدو په اړه به جنایي پلټنې پیل کړي. دغه راز به د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې د هغې پېښې هم څېړنه وکړي چې پکې د طبي کارکوونکو او د ملګرو ملتونو د یوه کارکوونکي په ګډون ۱۵ فلسطینیان وژل شوي وو.
دواړو پېښو په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه او غندنې راوپارولې.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) د هند رجب د وژل کېدو په اړه وویل:
"د فلسطین د سرې میاشتې د امبولانس د تګ راتګ د همغږۍ په برخه کې د ادعا شويو نیمګړتیاوو له امله، پرېکړه شوې چې د پوځ د جنايي پلټنو څانګه د دې پېښې په اړه جنایي تحقیقات پیل کړي."
ای ډي ایف زیاته کړه چې د دوی د ارزونې موندنې ښيي چې اسرائیلي سرتېرو پر هغه موټر ډزې کړې وې چې "د سیمې اوسېدونکو ته د ای ډي ایف د ویاند له خوا د مخکینۍ خبرتیا او لارښوونو خلاف روان و."
اسرائیلي پوځ په پیل کې ادعا کړې وه چې د هند رجب د وژل کېدو پر وخت یې هېڅ ځواک په هغه سیمه کې نه و. خو دا ادعا ژر تر پوښتنې لاندې راغله.
وروسته ای ډي ایف ومنله چې د غزې ښار په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول تل الهوا کې چې هند رجب هلته وه، د "ترهګریزو هدفونو" پر ضد عملیات ترسره شوي وو.
د هند رجب د وژل کېدو پېښه وروسته له هغې په نړیواله کچه وغندل شوه چې د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې (PRCS) له مرستندویانو سره د هغې د خبرو ثبت شوی غږ خپور شو. په دغه ثبت کې د کوچنۍ هند له درد او وېرې ډک غږ اورېدل کېده.
هغې د ټیلیفون له لارې ویلي وو چې ټانکونه د موټر مخې ته ولاړ دي او د هغې پر لور را نږدې کېږي.
د مرستې کارکوونکو ورته ویلي وو:
"د موټر تر څوکیو لاندې پټه شه، مه پرېږده چې څوک دې وویني."
د اړیکو کارکوونکې رانا فقیه څو ساعته له هند سره پر لیکه پاتې شوه، په داسې حال کې چې د سرې میاشتې ټیم له اسرائیلي پوځ څخه غوښتنه کوله چې امبولانس ته سیمې ته د ننوتلو اجازه ورکړي.
رانا فقیه وروسته بي بي سي ته ویلي وو چې هند بیا بیا غوښتل څوک راشي او دوی وژغوري.
هغې د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې بي بي سي ته وویل:
"یو ځل یې راته وویل چې تیاره کېږي. هغه ډېره وېرېدلې وه. له ما یې وپوښتل چې زما کور څومره لېرې دی. ما ځان فلج او بې وسه احساساوه."
له ټیلیفوني اړیکې درې ساعته وروسته، بالاخره یو امبولانس ته اجازه ورکړل شوه چې سیمې ته ورنږدې شي او د هند د ژغورلو لپاره واستول شو.
کله چې تیاره شوې وه، د امبولانس عملې، یوسف الزینو او احمد المدهون، مرکز ته خبر ورکړ چې د پېښې ځای ته نږدې شوي او اسرائیلي ځواکونه به یې د ننوتلو لپاره تلاشي کړي.
دا وروستی پیغام و چې له هغوی او له هند رجب څخه واورېدل شو.
وروسته د دواړو روغتیاپالانو او هند ټیلیفوني اړیکې د تل لپاره پرې شوې.
فلسطیني سرې میاشتې وروسته تائید کړه چې یوسف الزینو او احمد المدهون هغه مهال ووژل شول چې اسرائیلي ځواکونو پر امبولانس برید وکړ.
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې وویل:
"اسرائیلي اشغالګرو په قصدي ډول د سرې میاشتې کارکوونکي په نښه کړل، سره له دې چې د امبولانس د رسېدو لپاره یې مخکینۍ همغږي ترلاسه کړې وه، چې ماشومه هند وژغوري."
د هند رجب کیسه وروسته په یوه فلم بدله شوه چې "د هند رجب غږ" (The Voice of Hind Rajab) نومېږي او د اسکار جایزې ته نوماند هم و.
ملګرو ملتونو د خپلو څېړنو په راپور کې د هند قضیه یاده کړه او پر اسرائیل یې د جنګي جرمونو تور ولګاوه، هغه تورونه چې اسرائیل یې ردوي.
د اسرائیلي پوځ د وروستۍ اعلامیې له خپرېدو وروسته، د هند رجب بنسټ چې په بروکسل کې مرکز لري او په غزه کې د اسرائیلو د ادعا شويو سرغړونو تعقیب کوي، وویل چې پر دغو تحقیقاتو "هیڅ باور نه لري".
دغه بنسټ په خپل بیان کې وویل:
"دا اعلان شوې پلټنې، ان که عملي هم شي، باید د عدالت پر لور د رښتیني ګام په توګه ونه ګڼل شي."
بنسټ وویل چې د اسرائیلو داخلي تحقیقات "بنسټیزې نیمګړتیاوې لري او د حساب ورکولو د باوري میکانیزمونو په توګه نه شي منل کېدای."
ای ډي ایف په خپله اعلامیه کې ویلي:
"له زرو د زیاتو ورځو راهیسې اسرائیلي پوځ په څو جبهو کې سخت پوځي عملیات ترسره کوي او په خورا پېچلې امنیتي فضا کې ګڼ ماموریتونه مخته بیايي."
"د نړیوال او اسرائیلي قانون له مخې د خپلو مکلفیتونو د یوې برخې په توګه، ای ډي ایف هغه استثنايي پېښې ارزوي چې د جګړې پر مهال رامنځته شوې وي."
له هند رجب، د هغې د کورنۍ او روغتیا پالانو د قضیې سربېره، ای ډي ایف د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۳مه د رفح د تل السلطان په سیمه کې د ۱۵ فلسطینیانو د وژل کېدو په اړه هم د جنایي پلټنو اعلان وکړ.
په هغه پېښه کې اسرائیلي ځواکونو پر امبولانسونو، د اور وژنې پر موټر او د ملګرو ملتونو پر یوه نښه لرونکي موټر ډزې کړې وې.
د قربانیانو مړي یوه اوونۍ وروسته د ویجاړو شویو موټرو ترڅنګ په لږ ژورو قبرونو کې وموندل شول.
اسرائیلي پوځ په پیل کې ویلي وو چې ځواکونو یې پر "مشکوکو موټرو" ډزې کړې ځکه چې په تیاره کې یې څراغونه مړه وو، خو وروسته یې ومنله چې دا بیان ناسم و. د وژل شوي روغتیاپال رفعت رضوان په موبایل کې موندل شوې ویډیو ښودله چې کاروان خپل اضطراري څراغونه بل ساتلي وو.
دغه راز، ای ډي ایف اعلان وکړ چې د دې پېښې د موندنو له ارزونې وروسته داسې شک رامنځته شوی چې کېدای شي جنايي سرغړونه شوې وي، نو ځکه به رسمي جنایي تحقیقات ترسره شي.
خو د درېیو نورو پېښو، چې په کې دوه کاله مخکې په دیر البلح کې د World Central Kitchen د اوو کارکوونکو او د بې پولې ډاکترانو د څلورو کارکوونکو وژل کېدل هم شامل دي، په اړه پوځ وویل چې د جنایي تحقیقاتو لپاره کافي دلایل نه دي موندل شوي.
World Central Kitchen د اسرائیلي پوځي څارنوال راپور په سختو ټکو وغانده او د خپلو اوو وژل شویو همکارانو د قضیې لپاره یې د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه.
دا لومړی ځل دی چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې د حماس په مشرۍ بریدونو وروسته پیل شوه، اسرائیلي پوځ د ادعا شويو جنګي جرمونو په اړه یو هراړخیز راپور خپروي.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسرائیلو د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې له ۷۳ زرو زیات کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه دا شمېرې په عمومي توګه باوري ګڼي.
اسراییلي پوځ تر نړیوال فشار لاندې دی، چې وښيي چې خپلې کړنې پخپله څېړي، چې د نړیوالو قانوني اقداماتو، په ځانګړې توګه د نړیوالې جزایي محکمې (ای سي سي) د احتمالي دوسیو مخه ونیسي.
خو اسرائیلي بشري حقونو ډلې وایي چې د پوځیانو پر ضد جنایي تحقیقات ډېر کم د محکومیت تر پړاوه رسېږي.
د اسرائیلي بشري حقونو سازمان یش دین (Yesh Din) اجرائیوي مشر زیف شتاهل بي بي سي ته وویل:
"د هغو شکایتونو د شمېر پرتله چې د سرتېرو او قوماندانانو پر ضد ثبتېږي، نږدې هېڅ تورن لیک نه وړاندې کېږي."
هغه زیاته کړه:
"ان په هغو نادرو قضیو کې چې سرتېري یا قوماندانان محکوم شي، سزاوې یې دومره سپکې وي چې د ترسره شويو سرغړونو له جديت سره هېڅ تناسب نه لري."
سمون: د دې راپور په لومړنۍ نسخه او د عاجلو خبرونو په خبرتیا کې ویل شوي وو چې هند رجب شپږ کلنه وه، خو وروسته تائید شوه چې هغه د وژل کېدو پر مهال پنځه کلنه وه.


















