په څمکنيو ولسوالۍ کې د پاکستان بریدونو پر مهال عیني شاهدانو څه ولیدل؟

هاشمي او ګڼ خلک ښکاري چې د جنازې مراسمو ته ورټول دي.

د عکس سرچینه، Hashamkhil Hashimi

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

"زه همدا اوس په جنازه کې وم. ډېر بد حالت و. ډله‌ييزه جنازه مو وکړه. تقریباً د ۱۱ کسانو جنازه یو ځای وشوه. د درېیو بل ځای وې او د دوو نورو په یوه بل ځای کې وشوې او د دوو شهیدانو جنازې لا پر لاره دي".

دا د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ نه د یوه ځايي اوسېدونکي او عیني شاهد هاشم‌خېل هاشمي خبرې دي. دی د هغو کسانو د جنازې په مراسمو کې له ګډون وروسته له بي‌بي‌سي سره غږېده چې د پاکستان د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي او د ده په وینا، خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې له ډنډې پټان، لژې منګل او په خپله د څمکنۍ ولسوالۍ "زرګونه خلکو" ګډون کړی و.

ښاغلی هاشمي وايي چې تر برید وروسته په سیمه کې یو "وهم" خپور او "ناورین" رامنځ‌ته شوی دی.

دی زیاتوي، ځينې ژوبلېدلي یې ولیدل چې په چورلکو کې څېرمه ولسوالیو، مرکز ګردېز او کابل ته ولېږدول شول او په وینا یې، د ځينو وضعیت د ژورو ټپونو له امله نازک ښودل شوی چې ورسره د مړو شمېر زیاتېدای شي.

د څمکنۍ ولسوالي مده‌خېل کلی له هغو سیمو یاد شوی چې د پاکستان د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د پکتیکا او کونړ بریدونو پرتله تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله پکې اوښتې ده.

د طالبانو حکومت ویلي‌ چې تر اوسه دغلته "۲۸ عام کلیوال" وژل شوي او ۱۵۷ نور ژوبل دي.

کله چې د پاکستان جېټ الوتکې "بېرته را وګرځېدې"

ویجاړې ودانۍ ته ګڼ خلک ورټول دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه ځايي‌ قومي مشر مامور ادم خان هم رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي چې په دغه برید کې تر ډېره "ملکي‌ خلک" وژل شوي او داسې کور پکې په نښه شوی چې د ده په وینا، د کور غړي یې په قطر او سعودي عربستان کې مسافر دي.

عیني شاهدانو بي‌بي‌سي ته ویلي چې ډېره مرګ‌ژوبله هله خلکو ته واوښته چې له لومړي برید وروسته د پاکستان "جېټ الوتکې بېرته ور وګرځېدې" او پر هغو کسانو یې بمبار وکړ چې د لومړي برید قربانیانو سره مرستې ته ورټول وو.

د سیمې یو بل اوسېدونکی حیات الله چې اوس له ټپيانو سره د کابل په یوه روغتون کې و، بي‌بي‌سي ته وویل چې په مده‌خېلو کلي کې لومړی برید د شپې ۱۵ کم ۱۲ بجې وشو او په جوماتونو کې اعلانونه وشول چې خلک مرستې ته ځانونه ور ورسوي.

دی زیاتوي، "زما ترورزی برید کې زخمي دی. هغه د لیسې مدیر دی، شاګرادن هم د کومک لپاره ورسره تللي وو. ډاکټران او سپين‌ږیري هم وو، سیاسرې او ماشومان هم وو. ماشاءالله زموږ د سیمې ډېر تکړه خلک دي، هر سړي کوشش کاوه چې لاړ شي او هلته تر خپله وسه مرسته وکړي".

حیات الله وايي، "کله چې خلک راتلل،‌ تقریباً یو ۲۰ دقیقې وروسته بیا طیاره [الوتکه] راګرځي او کلیوالو خلکو باندې چې هلته د دوی مرستې ته راغلي وو، بېرته بمبار کېږي. په دې کې ډاکټران هم راغلي وو، سپين‌ږیري او ځوانان هم وو".

سلګونه کسان د جنازې په مراسمو کې راټول بررېښي چې مخې ته یې ۱۱ مړي ایښي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی هاشمي وايي چې د ۱۱ کسانو ډله‌ييزه جنازه وشوه چې د څمکنۍ ولسوالۍ په شمول د ډنډې پټان، لژې منګل او څېرمه نورو سیمو "زرګونه خلکو" ګډون پکې کړی و.

دی زیاتوي چې په دویم ځل بمبار کې "ډېر خلک شهیدان شول" او وايي، "زه چې سیمې ته ورسېدم نو زخمیان وو، شهیدان وو، ماشومان، ښځې او سپين‌ږیري پکې وو. ډېر بد حالت و".

یوه ځايي‌ قومي مشر مامور ادم خان هم رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي چې په دغه برید کې تر ډېره "ملکي‌ خلک" وژل شوي او داسې کور پکې په نښه شوی چې د ده په وینا، د کور غړي یې په قطر او سعودي عربستان کې مسافر دي.

له سیمې په خپرو شویو عکسونو او ويډيوګانو کې هم دا درې پوړیز پوخ کور ښکاري چې د بام په ګډون یې ځينې دیوالونه غورځېدلي او ویجاړ شوي دي.

د طالبانو حکومت او پاکستان څه وايي؟

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان دا تازه بریدونه "تېری او جنایت" بللی او ویلي یې دي چې ټولټال ۳۶ تنه "عام ولسي وګړي‌ چې ماشومان او ښځې هم پکې دي، شهیدان او ۱۶۳ تنه ژوبل شوي دي".

خو د پاکستان حکومت بیا ادعا کړې چې ګواکې په دغو ولایتونو کې یې "د پاکستاني طالبانو تحریک او جماعت الاحرار اړوند وسله‌والو پټنځي په نښه کړي او ۲۵ وسله‌وال یې وژلي دي".

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي ګواښ کړی چې "د پاکستان پوځي رژيم بریدونو ته به د افغانستان دفاعي ځواکونه په مناسب وخت کې ځواب ورکړي".

څمکني ولسوالي چیرې ده؟

څمکني د افغانستان د پکتیا ولایت یوه ولسوالي ده چې له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه پرتې ډنډې پټان ولسوالۍ ته څېرمه ده. دا له مرکز ګردېزه شاوخوا ۷۰ کیلومتره لرې پرته ده.

تر ډيورنډ کرښې پورې غاړې ته یې بیا د کورمې بوشره، پاړه چنار او نور کلي او ښارونه پراته دي.

تر دې وړاندې پر ډنډې پټان ولسوالۍ هم په تېر کې پاکستان هوايي بریدونه کړي او مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.