د افغانستان - پاکستان شخړه: د ماشومانو پر زدکړه یې اغېز

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د افغانستان په یوه لیرې غرنۍ کلیواله سیمه کې ویجاړ ښوونځی، چې د جګړې ناخوالو یې زدکوونکي له زدکړو محروم کړي.

دا د کونړ ولایت د بریکوټ کلی دی چې یو ښوونځی پکې د پاکستاني پوځ په مرمیو سوری سوری شوی دی.

د کلي نژدې ټول ۸,۰۰۰ اوسېدونکي د تېرې فبرورۍ په وروستیو کې د شخړې له پیلېدو وروسته تښتېدلي وو، دې سیمې ته د بندې لارې له بېرته پرانیستل کېدا وروسته ځینې خبریالان ورغلل او پر کلیوالو، په تېره ماشومانو یې د جګړې اغېز له نژدې ولید.

یو هټیوال روح‌الله خپلواک چې دوکان یې ویجاړ شوی او د ښوونځي د ساینس په زیانمن شوي لابراتوار کې ولاړ و اې‌اېف‌پي خبري اژانس ته وویل: "دا هغه ښوونځی دی چې ما پکې زدکړه کړې. زه ډېر خپه یم. "

دغه ۲۳ کلن ځوان وویل، دې ښوونځی له ابتدائیه تر لېسې پورې زدکوونکي لرل، خو د اوسېدونکو په وینا ودانۍ سخت زیانمنه شوې او هغوی یې پړه د پاکستاني پوځ پر ډزو اچوي.

د کتابونو پر پاڼو دوړې پرتې وې او زاړه مهالوېشونه لا هم پر دېوالونو ځوړند وو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې، د بریکوټ ښوونځی د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې له هغو ۲۲ ښوونځیو یو دی چې بېړنۍ بیا رغونې ته اړتیا لري.

' اوچا ' ویلي چې شاوخوا ۱۲,۰۰۰ زد‌کوونکي د جګړې له امله بې‌ځایه شوي یا اغېزمن شوي دي او د زدکړو خوندي چاپېریال لرلو ته اړتیا لري.

د بریکوټ په اصلي سړک کې دوکانونه تړل شوي وو او ځینې یې بشپړ نړېدلي وو.

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان د پولې په اوږدو کې او د هېواد په نورو سیمو کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي. وروسته چین منځګړیتوب وکړ او جګړه یې تر ډېره ودروله.

کله چې اې اېف پي د پاکستان له پوځه بریکوټ کې د هغوی د عملیاتو پایله کې د ښوونځي او روغتیايي‌مرکز د زیانمنېدو په اړه نظر وغوښت، د دې رپوټ تر جوړلو یې هېڅ ځواب ورنه کړ.‌

اسلام‌اباد افغانستان تورنوي چې د پاکستاني طالبانو اورپکو ته یې پناځایونه ورکړي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.

د کلي د روغتون درملتون یوه څښتن فریدون حبیبي وویل چې وضعیت "ډېر سخت" شوی و او د خوندیتوب لپاره کارکوونکي څو کیلومتره لرې انتقال شوي وو.

هغه وویل: "دا روغتون زما د کور په څېر و." دغه ۳۲ کلن سړی وویل، دا مرکز لا هم د زیان له امله تړلی دی.

هغه د پولې هاخوا خلکو ته د وروڼو په سترګه کتل، ځکه چې د پښتنو ټولنې د برتانوي استعمار له وخته د یوې فرضي کرښې له امله سره وېشل شوې دي.

د بریکوټ اوسېدونکو د تاوتریخوالي پړه پر اسلام‌اباد اچوله، نه پر خپلو ګاونډیانو.

"په خاورو او دوړو کې ژوند"

له ۹۴،۰۰۰ څخه زیات افغانان د جګړې له امله بې‌ځایه شوي دي، چې له دې ډلې زیاتره په کونړ ولایت کې دي.

هغوی د کونړ د سېند پر غاړه کې په لنډمهاله خېمو کې مېشت شوي دي - د ملګرو ملتونو له لوري له پلاستیکي بوریو او د ونو پر څانګو له تړل شویو پلاستیکي ټوټو یې ځان ته سرپناوې جوړې کړې دي.

له نژدې څاه د اوبو راوړل له یو ساعت زیات وخت نیسي، ځکه چې د سېند اوبه د څښلو وړ نه دي.

یو بې‌ځایه شوي کمپیوټرکار عصمت‌الله ملنګزي وویل چې د کمپ ژوند ډېر سخت دی:

"زموږ ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ دي." دغه ۲۶ کلن سړی چې له خپلې مېرمنې او درېو ماشومانو سره په خېمه کې ژوند کوي، وویل چې تشناب، اوبه او د حمام مناسب سیستم نشته.

هغه زیاته کړه چې کورنۍ یې یوازې یو فرش، څو بالښتونه او یوه ګازي بخارۍ لري.

میسم شفیعي هم وضعیت "ډېر خراب" وباله.

هغه وویل چې عاجلې اړتیاوې سرپناه، د اوبو او حفظ الصحې خدمات، روغتیايي خدمات او نور ضروري خدمتونه دي.

د نهو ماشومانو پلار محمد نبي ګوجر وویل خپه او خواشینی دی ځکه چې ماشومان یې له زد‌کړې محروم شوي دي.

د کونړ د اطلاعاتو مشر نجیب‌الله حنیف وویل، د کلي کمپ "مرواره" کلي او په ولایت مرکز اسداباد کې ښوونځي لا له مخکې ډک شوي دي.

ولایتي چارواکي هڅه کوي چې حل لارې ومومي، په دې کې د زلزله ځپلو لپاره جوړو شویو کمپونو ته د کورنیو لېږد هم شامل دی.

محمد امین شاکر، چې مخکې د لومړني ښوونځي مدیر و، اوس په یوه کوچنۍ خېمه کې ژوند کوي.

هغه وویل: "زه ژاړم کله هغه زد‌کوونکي یادوم چې دلته یې زدکړې کولې."

هغه زیاته کړه: "هغوی دلته په خاورو او دوړو کې ګرځي او له زد‌کړې بشپړ بې‌برخې دي. دا په خېمو کې د دوی ژوند دی".