BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:55 گرينويچ 2007 ,18 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دروسې هوايي ځواک:له پولوبهر دفاعي الوتنې

ولسمشر پوتين
د روسې ولسمشر وويل چې دغه پوځي الوتنې يې له پنځلس کلونو څخه وروسته ددې لپاره پيل کړې چې له نورو ځواکونو څخه د راښکاره شوي پوځي خطر په وړاندې غبرگون وښيي .
د روسې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي دي چې د هيواد هوايي ځواکونو يې له فضايي حدودو څخه بهر اوږدې الوتنې د خپلواکو دلايلو له مخې پيل کړي دي .

له دې وړاندې دغه ډول هوايي الوتنې د پخواني شوروي په پېر کې ترسره کيدلې .

د روسې ولسمشر وويل چې دغه پوځي الوتنې يې له پنځلس کلونو څخه وروسته ددې لپاره پيل کړې چې له نورو ځواکونو څخه د راښکاره شوي پوځي خطر په وړاندې غبرگون وښيي .

نوموړي وويل چې د جمعې په ورځ پنځلس پوځي الوتکې په دې ماموريت وليږل شوې .
روسې د١٩٩٢ زيږدي کال راهيسې په بشپړ ډول له خپلو پولو څخه بهر پر دفاعي الوتنو بنديز لگولى وو .

ولسمشر پوتين وويل ، له بده مرغه هيڅوک دده په پله نه دي تلي . ده ظاهرا امريکا ته گوته ونيوله .

خو په امريکا کې د بهرنيو چارو د وزارت يو وياند دغه مساله دومره د پام وړ ونه گڼله او وېويل چې له روسې سره د امريکا اړيکي له هغو اړيکو توپير لري چې له پخواني شوروي سره يې لرل .

ده وويل که روسيه پخوانۍ الوتکې يوځل بيا هوا ته پورته کوي ، دا ددغه هيواد خپله پريکړه ده .

١٥ کاله وړاندې له پولو څخه بهر د روسې د الوتکو دفاعي الوتنې د تيلو د کمښت د گواښ له کبله بند شول .

خو اوس حالاتو بدلون موندلى دى . په مسکو کې د بي بي سي يو خبريال وويل چې اوس روسيه د تيلو له پلوه ډاډه ده ځکه خو يوځل بياد خپل پوځي ځواک ښودل غواړي .

له دې يوه اونۍ وړاندي د روسې الوتکې په ورته يو پرواز کې د گوام په نامه د امريکاد يوې وچې څو سوه کيلومټرۍ ته رسيدلې وې .

څو ورځې ورځې وړاندې مسکو اعلان وکړ چې ددوى الوتکو د شمالي قطب پر سرتمرينونه پيل کړي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت