BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:13 گرينويچ 2006 ,27 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روسيه وايي لويديځ دوه مخې تگلاره لري
دغازو نل ليکه
د اروپا د انرژى په سلو کې تقريبا ٢٥ له روسيې څخه راځي
د روسيې ولسمشر ، ولاديمير پوتين ، لويديځ تورن کړ چې د روسيې د انرژى د صادراتو په اړه انديښنې او تشويشونه خپروي

هغه وويل اروپايي بازارونو ته د روسيې د انرژى دليږد د محدودولو غوښتنو ماسکو دې ته واداره کړى چې د خپلو غازو او تيلو لپاره نوي بازارونه ولټوي

ښاغلي پوتين په سايبيريا کې د جرمني صدراعظمې انگېلا ميرکيل سره د خبرو نه وروسته دا څرگندونې وکړې

ماسکو کې د بي بي سي خبريال ستيف روزنبرگ وايي دا پدې معنا ده چې د روسيې ولسمشر د انرژي ديوې باوري صادرونکي په توگه د خپل هيواد د گټو څخه کلکه دفاع کړې

ښاغلي پوتين وويل حتى د سړې جگړې په وخت کې ماسکو د اروپايي هيوادو سره د انرژى د تجارتي قراردادونو مراعات کړى او پکې پاتې ندى راغلى

ښاغلي پوتين پر لويديځ تور ولگاوه چې د روسيې د انرژى د صادراتو په اړه ويره خپروي . هغه وويل په وار وار يې د اروپايانو څخه داسې شکايتونه اوريدلي چې اروپا له حده زياته د روسيې پر انرژى باندې متکي شوې

هغه وويل کله چې دغسې خبرې اورو موږ يې د روسي شرکتونو په وړاندې د محدوديتونو په توگه تعبيروو او دا موږ اړباسي چې نوي بازارونه ولټوو

ښاغلي پوتين د ځينو برتانوي سياستوالو اوسوداگرو پر غبرگونونو باندې انتقاد وکړ چې دده په خبره هغوى وايي داسې قوانين بايد جوړ شي چې برتانوي بازار ته د روسيې د انرژى د شرکتونو د ورتگ مخه ونيسي

هغه وويل کله چې بهرني شرکتونه روسيې ته راځي هغوى ورته پانگه اچونه او گلوبالايزيشن يا نړيوالتوب وايي خو کله چې روسي شرکتونه بهر ته ځي د پراختيا غوښتنې په توگه گڼل کيږي

خو ولاديمير پوتين وويل داسې کوم پلان نلري چې اروپا ته د انرژى ليږدونې محدودې کړي . هغه وويل اروپا د روسيې د سوداگرى لپاره يو مناسب او طبيعي شريک دى

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت