|
جي-٨ هېوادونه پر نړيوالې تودوخې غږېږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د جي-اته (G-8) په نامۀ د اتو تر ټولو لويو صنعتي هېوادونو مشران په المان کې سره غونډ شوي چې د نورو مسالو تر څنگ د نړيوالې تودوخې او په افريقا کې د بېوزلۍ چاره کول يې د خبرو په سر کې دي. د جي-اته دا سرمشريزه د بدلون په يوۀ پېر کې جوړيږي. فرانسوى ولسمشر نيکولا سرکوزي او چاپانى لومړى وزير شينزو ابې د لومړي ځل لپاره پکې گډون کوي، اود بريتانوي لومړي وزير ټونې بلېر لپاره چې ډېر ژر له خپلې دندې لرې کېږي، ورستۍ سرمشريزه ده. غونډه چې کوربنه يې د المان لومړۍ وزېره انگېلا مېرکل ده، به له سړې جگړې راوروسته پېر کې د يوۀ بشپړ ديپلوماتيک لوبغاړي په توگه، د يوموټي جرمني دريځ پياوړى کوي. د جعمې په ورځ به د لويو مخ پر ودې هېوادو- برازيل، چين، هند، مکسيکو او جنوبي افريقا دولتي او حکومتي مشران د جي اته د ډلې له مشرانو سره په غونډه کې ورگډ شي. دا يوه نښه ده چې د ډېرى ستونزو حل چې دلته پرې خبرې کيږي، نور نو يوازې د شتمنو هېوادو له وسه نه ده پوره. مهم افريقايي مشران به هم په غونډه کې گډون ولري. د المان لومړۍ وزېره ټينگه ده چې د جي اته دا سرمشريزه د سوداگرۍ، او د پورونو د سپکولو په اړه د افريقا له لويې وچې سره پر هغو ژمنو يو ځل بيا ټينگار کوي چې دوه کاله مخکې په گلينگل کې د جې اته په سرمشريزه کې شوې وې. دوديزو اقتصادي مسلو، چې يو وخت به د دغه ډول غونډو د سر موضوع وه ، اوس نورو اندېښنو ته ځاى ورپرېيښى، چې پکې تر ټولو مهمه د نړيوالې تودخې خبر ده، چې د بوش د ادارې له خوا له يو څه خوځښت سره -سره، متحده ايالتونه پکې له نورو جې اته غړيو هېوادو ډېر وروسته پاتې دي.
دا سرمشريزه په داسې ځاى کې جوړيږي چې يو وخت کمونيست هېواد، د الماني د موکراتيک جمهوريت و. او عجيبه ده چې اوس دا دى بيا د سړې جگړې انگازې راپورته شوې، تر ډېره د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د گواښونو له امله چې د خپلو وسلو مخه به اروپا ته ورواړوي که چېرې امريکا د توغنديز دفاع خپل نظام په پولند او چک جمهوريت کې ودروي. له ښاغلي پوتين سره ښايي يو لړ مخامخ لېدنې کتنې وشي. خو د المان لومړۍ وزيره مېرکل به لېواله وي چې پرينږدي د روسيې د ناندريو پر سر لانجه د جي اته مشران د سرمشريزې له اصلي موخو بلې خوا ته واړوي. | ورسره تړلي نور خبرونه د کنگلونو د ويلي کيدو په اړه انديښنې 12 دسمبر, 2006 | خبرونه دچاپېريال بدلون30 مارچ, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||