د طالبانو دفاع وزارت: مولوي مهدي ایران سره پر پوله وژل شوی دی

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي چې له دوی بیل شوی هزاره توکمه قومندان مولوي مهدي یې وژلی دی.

دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ لپاره د دوی "بغاوتګر مشر" مولوي مهدي له څو نورو ملګرو سره غوښتل ایران ته واوړي خو پوله ساتو ځواکونو یې د هرات او ایران تر منځ سرحدي سیمه کې په نښه کړی او وژلی دی.

دغه طالب قومندان له څه مودې راهیسې په بلخاب ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوی و او ویل کېدل د طالب سرتېرو او د مولوي مهدي کسانو تر منځ وسله والې نښتې هم شوې او کابل ته د هغه د لېږدولو په برخه کې د طالبانو هڅې ناکامه شوې وې.

تر اوسه د قومندان مهدي کسانو د هغه د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.

په بلخاب کې د دغه طالب قومندان او طالبانو تر منځ‌ په وروستیو کې مخالفتونه ډېر شوي وو او نژدې دوه میاشتې مخکې داسې رپوټونه وو چې طالبانو پرېکړه کړې د قومندان مهدي د نیولو لپاره سلګونه طالب سرتیري بلخاب ته واستوي.

خو ځينو سرچینو بی بي سي ته ویلي وو، هلته د سرتېرو استولو پرېکړه ځکه شوې چې له مولوي مهدي سره پيدا شوي مخالفتونه پای ته ورسول شي.

خو د طالبانو کورنیو چاروو وزارت هغه د "امارت غړی او خواخوږی" باله او دا یې ردول چې ګواکې هغه دې د حکومت خلاف وي.

خو اوس یې دفاع وزارت ویلي چې، "دغه بغاوتګر مشر د خپلو اعمالو په سزا ورسېد"

مولوي مهدي شاوخوا دوه کاله مخکې له طالبانو سره بیعت وکړ او وروسته د بلخاب ولسوال وټاکل شو.

د مالوماتو له مخې د طالبانو له مرکزي حکومت سره د دغه ځايي قومندان مخالفت وروسته له هغه ډېر شو چې په بامیانو کې د طالبانو د استخباراتو د مشر په توګه له دندې ګوښه کړل شو.

طالبانو د هغه د رضا کولو لپاره د یوه پلاوي په خوله هغه ته د ښار جوړونې وزارت د مرستیالۍ وړاندیز کړی و خو هغه رد کړی و.

هغه مهال پر خواله رسنیو یوه داسې ویډيو لاس په لاس کېدله چې په بلخاب کې د هزاره وګړو یوه لویه غونډه پکې ښکارېدله او ځینو یې وسلې هم لرلې.

په ویډيو کې مولوي مهدي ته یو نژدې کس د هغه په ملاتړ وايي، "هزار ګان هر ځای کې خوندي نه دي او په اوسني نظام کې هم په مهمو پرېکړو کې برخه نه ورکول کېږي."

هغه همدا راز ویل، مولوي مهدي د "لس میلیونه هزاره شیعه ګانو" استازولي کوي او خبرداری یې ورکړ چې هېڅوک په زور د بلخاب ولسوالي نه شي نیولی.

بلخاب د افغانستان په شمال کې د سرپل هغه ولسوالي ده چې ډېری اوسېدونکي یې هزاره ګان دي او مولوي مهدي بیا د طالبانو هغه یوازېنی پېژندل شوی قومندان و چې ګڼ وسله وال یې لرل او پر بلخاب یې کنټرول درلود.