د سودان پوځ د بهرنيو ډيپلوماتانو پر ايستلو سلا کړې

Sudan's military leader General Abdel Fattah al-Burhan stands at the podium in Khartoum, Sudan December 5, 2022.
د خپرېدو وخت

د سودان پوځ د بهرنيو ډيپلوماتانو پر ايستلو سلا کړې، داسې حال کې چې جګړه لا روانه ده.

د سودان پوځ ويلي، د امريکا، بريتانيا، فرانسې، چين او سعودي ډيپلوماټانو او وګړو ايستلو لپاره به لار هواروي. د سعودي حکومت لومړی دی، چې چې د خلکو ايستلو عمليات پيلوي.

دا پرمختيا داسې مهال راځی، چې د سودان پلازمېنې خرطوم لروبر کې د نښتو او درنو ډزو ډزو غږونه لا انګازې کوي.

د سودان دواړو پوځي ډلو ترمنځ جګړه نژدې یوه اونۍ مخکې پیل شوې وه.

له یوې خوا د بهرنیو ډيپلوماتانو د ایستلو هڅې روانې دي له بلې خوا بیا د اختر لمانځنو لپاره يو پلان شوی اوربند ناکامه شو.

په داسې حال کې چې پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو د درې ورځني اوربند ټټر وهلی و.

تر دې مهاله ملګرو ملتونو اټکل کړی، له هغه راهيسې چې جګړه پيل شوې، د سودان لروبر کې لږترلږه ۴ سوه کسان وژل شوي دي.

Heavy smoke billows above buildings in the vicinity of the Khartoum airport on April 15, 2023

د بي بي سي افريقا چارو خبریال فرډينانډ اومونډي نيروبي کې دی.

دی وايي، خرطوم کې بند خلک کړېږي.

دا شخړه د سوداني پوځي مشرتابه د دوو لوریو تر منځ د واک پر سر رامنځته شوې.

رپوټونو کې ویل شوي، العبید سیمه کې د متقابلو ډزو له کبله د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان ادارې یو سودانی کارکوونکی وژل شوی دی.

د جمعې پر ورځ د امریکا پوځي جنرال مارک میلې، چې د امریکايي پوځ مشري کوي، له سوداني پوځي مشر جنرال عبدالفتاح البرهان سره په دې موخه خبرې کړې، چې څنګه وکولای شي، له هغه هېواده د امریکا سفارت کارکوونکي وباسي.

People gather at the station to flee from Khartoum during clashes between the paramilitary Rapid Support Forces and the army in Khartoum, Sudan April 19, 2023.

که څه خرطوم نړیوال هوايي ډګر لا هم تړلی پاتې دی، خو اروپايي ټولنې ویلي، دوی پلان لري چې د دې ټولنې غړو هېوادونو د نژدې ۱۵۰۰ کارکوونکو ایستلو لپاره لاس پر کار شي.

دغه راز تر اوسه د امریکا، بریتانیا او جاپان سفارتونه نه دي توانېدلي هلته خپل مېشت وګړي، له دې هېواده وباسي.

د سودان پلازمېنه خرطوم کې د کوچني اختر په مناسبت د اوربند له غوښتنو سره سره د سیالو وسله والو ځواکونو تر منځ تاوتریخوالي زور اخیستی دی.

د چټک ملاتړ ځواک (ار ایس ایف) وویل، دوی درې ورځنی اوربند منلی دی او څو ساعتونه وروسته پوځ همداسې وکړل، خو له دې سره سره بمباري، د توپخانې او ټوپکو ډزې روانې وې.