نامتو پښتو سندرغاړې ماه جبین قزلباش مړه شوه

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې ماه جبین قزلباش نن چارشنبه د پېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې د زړه له ناروغۍ مړه شوه. نوموړې کابو دوې میاشتې وړاندې د زړه حملې له کبله په دې روغتون کې بستر شوې وه، او دا ټوله موده په کوما حالت کې وه.

د نوموړې جنازه به د پنجشنبې پر ورځ د پېښور په کوهاټ روډ سیمه کې ترسره کېږي.

ماه جبین قزلباش د ایمل خان په نامه د پښتو فلمونو له یوه لوبغاړي سره، چې د اورکزۍ ایجنسۍ و، واده کړی و. نوموړې دوه زامن او یوه لور لري.

د ماه جبین قزلباش اصل نوم ثریا خانم و او په ۱۹۶۵ کال کې په پېښور کې زېږېدلې وه، او په همدې ښار کې لویه شوې هم وه.

د هغې کورنۍ او نیکونه په اصل کې د افغانستان د هرات ولایت وو او وروسته پېښور ته را کوچېدلي وو.

هنري ژوند:

ماه جبین قزلباش له تېرو څو لسیزو راهیسې د پښتو موسیقۍ په ډګر کې یوه پېژندل شوې څېره وه.

مېرمن قزلباش په ۱۳ کلنۍ کې په سندرو ویلو پیل کړی و او په تېرو ۴۳ کلونو کې یې زرګونه سندرې ویلي دي. د هغې یوه تر ټولو مشهوره سندره دا وه چې:

سپینې سپوږمۍ وایه اشنا به چېرته وینه

ګونکۍ شوې ولې!

ګونګۍ شوې ولې نه وایې حالونه!

د سندرو ویلو ترڅنګ ماه جبین په ۱۹۷۳ کال کې د شېر عالم او میمونې په نامه په یوه فلم کې هم کار کړی و، خو ویل کېږي چې دا فلم بازار کې ډېر نه و چلېدلی.

نوموړې د استاد خیال محمد په څېر ګڼو نورو مشهورو پښتو سندرغاړو سره هم ګډې سندرې ویلې دي. همدا راز ویل کېږي چې هغه د پښتو د مشهور سندرغاړي او کمپوزر رفیق شینواري شاګرده وه.

هغې د د خپلو هنري خدمتونو او لاسته راوړنو له کبله په پاکستان او نړۍ کې ګڼې جایزې ورکړل شوې وې، او د "بلبل سرحد " په نامه هم پېژندل کېده.

د وژوند وروستۍ میاشتې او ناروغي:

ماه جبین قزلباشن کابو دوه میاشتې وړاندې د زړه حملې نه وروسته د خپل ژوند وروستۍ شپې ورځې د پېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې په کوما حالت کې تېرې کړې.

مېرمن قزلباش ته نژدې سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د ناروغۍ په وروستیو ورځو شپو ورځو کې نوموړې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه او ان په روغتون کې د روانې درملنې لپاره یې هم کافي پیسې نه درلودې.

سرچینې زیاتوي چې په دې لړ کې د پښتونخوا ځایي حکومت او نورو ادارو له هغې سره هېڅ ډول مرسته نه وه کړې.