BBC News, پښتو - کور پاڼه

اسرائیلي عسکر

ژوندۍ پاڼه,
د لبنان په جنوب کې څلور اسرائیلي عسکر وژل شوي

د اسرائیلو پوځ (ای ډي اېف) پر ټېلېګرام یوه بیان کې ويلي چې د دوشنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې څلور اسرائیلي پوځيان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي. د بيان له مخې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي په دوی کې یو سخت ټپي دي او بل د منځنۍ کچې ټپونه لري. د اسرائیلو پوځ د دريو وژل شويو پوځيانو پېژندګلوي اعلان کړې خو د څلورم عسکر په اړه یې لا معلومات نه دي په ډاګه کړي.

مهم خبرونه

لنډې ویډیوګانې

  • جیټ
  • یوه افغانه نجلۍ چې د ښوونځي بکس یې په شا کړی دی او روانه ده
  • ډیورنډ کرښه
  • توغندي
  • Baiqra
  • عباس عراقچي
  • ټرمپ
  • هرمز تنګی
  • Keyframe #2
  • Keyframe #3

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • هغه لنډه ډرامه چې اصلي لوبغاړي یې مېوې دي او د نړۍ ګوټ ګوټ کې یې خلک پر ځان رامات کړي

    پر مصنوعي ځيرکتیا جوړه هغه لنډه ویډيويي لړۍ چې لوبغاړي یې مېوې او ترکارۍ دي

    پر ټېک‌ټاک د لنډو ویډیو ګانو یوه نوې لړۍ پيل شوې چې لوبغاړی یېبارسلونا مېشتی ۲۴ کلن الو دی. دهو انسان نه بلکې الو یې کرکټر دی. ښايي تاسو به فکر کوئ چې کوم مستعار نوم دی خو دا په ریښتیا الو دی، د مېوې الو! دغه لړۍ چې د مېوې مینې ټاپو اې ای (مصنوعي ځيرکتیا) بڼه نومېږي له یوې میاشتې هم کمه موده مخکې پیل شوې او ښايي د لنډو ویډیوګانو لومړنۍ ډېره لاس په لاس شوې خپرونه وي چې په بشپړه توګه د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ جوړه شوې ده. دغه ډرامه د ای ټی وي (ITV) رسنۍ هغې نامتو لړۍ ته ورته ډیزاین شوې چې د مینې ټاپو نومېږي خو دلته بیا د انسانانو پر ځای مېوې کرکټرونه لوبوي.

  • Mohammad Bagher Ghalibaf wearing a white shirt and dark blue blazer, speaking into a microphone against a blue background.

    محمد باقر قالیباف: هغه پوځي- سیاستوال چې ښايي له امریکا سره د سولې خبرو مشري وکړي

    د ایراني پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ورځ تر بلې مهم رول لوبوي او راپورونه وایي چې د روانې جګړې په ترڅ کې ور ته له امریکا سره د خبرو دنده سپارل شوې ده.

  • ساعتونه

    د وخت اندازه کولو تاریخ: څنګه ګړۍ پر ۶۰ دقیقو ووېشل شوه؟

    پنځه زره کاله وړاندې له رازونو ډکې یوې پرېکړې دا غوراوی وکړ چې وخت څنګه معلوم او اندازه شي. د ۱۷۹۳ کال په اکټوبر کې د انقلاب په پایله کې د فرانسې رامنځته شوي نوي حکومت د وخت بدلولو یوه تجربه وکړه.

  • جینۍ خواړه خوري

    د کالوري حسابولو پرځای په هوښیارۍ خواړه وخوړئ

    د خوړو وخت، د خوړلو چټکي، او ان د ژوولو بڼه کولی شي پر دې اغېزه وکړي چې بدن له خوړو څومره کالوري ترلاسه کوي. ډېر وخت پوهاوی دا وي چې د روغ وزن ساتلو کیلۍ د هغو کالوریو ترمنځ توازن دی چې موږ یې ترلاسه کوو او هغه چې سوځوو یې. یعنې دننه انرژي د مصرفېدونکې انرژۍ په پرتله باید و ارزول شي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۱ مارچ ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۰ مارچ ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي