BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
په امنیت شورا کې د افغانستان پر سر د هند او پاکستان ناندریو ته د افغان استازي ځواب
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې هند او پاکستان د افغانستان پر سر پر یوه بل بېلابېل تورونه پورې او توندې څرګندونې سره تبادله کړې دي چې د افغان استازي له غبرګون سره مخامخ شوې دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون دوشنبه (غبرګولی ۱۸/جون ۸) په افغانستان کې د روان وضعیت په هکله ځانګړې غونډه لرله چې د ګاونډيو هېوادونو په ګډون د ملګرو ملتونو ګڼو استازو ګډون پکې کړی و.
هرات کې پر لاریون د ډزو پر مهال دوه تنه وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي
د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې ځايي سرچینې وايي، یو شمېر نارینه او ښځینه اوسېدونکو احتجاج کړی چې د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي دي.
ولې درې افغانان او یو پاکستانی په ایټالیا کې یوه موټر کې وسوځول شول؟
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني وویل چې دې "وحشتناکه وژنې ټول خلک حیران کړي دي. " د دې هېواد دولتي تلوېزیون ویلي چې وژل شوي کسان درې افغانان د عصمتالله قیامي، امجد صافي او فضل امین خوګیاڼي په نومونو او یو پاکستانی د وسیم خان په نوم دي. دوه پاکستاني وګړي هم د دې قضیې په تړاو نیول شوي دي.
ژوندۍ پاڼه, د ایران لخوا د بریدونو بندولو له خبرداري سره سره اسرائیلي پوځ د لبنان پر صور ښار هوايي بریدونه کړي
یوه ورځ وروسته له هغه چې ایران په لبنان د بریدونو بندولو غوښتنه وکړه، د اسرائیلو پوځ د لبنان پر سویلي ښار صور برید کړی. لبناني رسنۍ راپور ورکوي چې نن سهار د هېواد په سویل کې د اسرائیلو بریدونو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي دي.
فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۶: د سیالیو مهالوېش
د فوټبال نړیوال جام په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، دا سیالي په درېیو کوربه هېوادونو کې ترسره کېږي: د امریکا متحده ایالات، کاناډا او مکسیکو.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
شيخ المنشاوي: "د تلاوت شهزاده" چې راډیو ته له ورتګه یې انکار وکړ خو راډیو یې کور ته ورغله
"هغه له رڼا نه رڼا و او د یو ستوري په څېر و چې له یوه لوی ستوري راغلی وي او انسان د هغه په اړه له دې پرته بل څه نه شي ویلای چې هغه د غوره ونو له غوره مېوو دی." په دغو تورو د مصر قاري مرحوم قاري شیخ فتحي الملیجي خپل همکار شیخ محمد صديق المنشاوي ستایلی دی. دا نرم او له شکستګۍ ډک غږ چې د عربي او اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې شهرت وموند، د "المنشاوي" د کورنۍ یوازېنی ځانګړی استعداد نه و؛ بلکې شیخ محمد صديق د "د قرآن کریم د حاملانو" له نسله و، لکه څنګه چې هغه په یوه مرکه کې د مصر راډیو ته ویلي وو.
تېرو دوو میاشتو کې ۷۵ افغانان چې له نیمايي زیات یې ماشومان دی په اوبو کې مړه شوي دي
د افغانستان د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د روان لمریز کال له پیله تر اوسه پورې ۷۵ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، په سیندونو، کانالونو او کاریزونو کې ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د ټکټونو لوړې بیې ته غبرګون: 'د نړیوال جام مینهوال یم، خو د ټکټونو بیې یې ډېرې لوړې دي'
ګویدو پېرالټا، چې یو محاسب او د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې دایمي ملاتړی دی، په قطر کې د تېر نړیوال جام له پای ته رسېدو سره سم د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره د پیسو سپما پیل کړه. خو هغه داسې فکر نه کاوه چې د دومره ډېرو پیسو سپما ته به یې اړتیا پېښه شي. هغه چې تر پایلوبې پورې یې ټولو سیالیو ته ټکټونه اخیستي، بي بي سي ته وویل: "قطر کې مې ټکټونه ۱۴۷۰ ډالره وو. د دې نړیوال جام لپاره مې لا دمخه ۶۹۶۰ ډالر پر ټکټونو ورکړي دي."
په هرات کې د یهودانو تاریخي حمام، د طالبانو حکومت وايي د پلور لپاره نه دی
په دې وروستیو کې د هرات د یهودیانو پاتې شوې تاریخي ودانۍ چې «حمام موسایيها» نومېږي، د پلور لپاره د وړاندې کېدو خبرونه یې رسنیز شوو. د بيبيسي افغانستان څانګې له دې تاریخي ځای څخه لیدنه کړې او د دې سیمې له یو شمېر اوسېدونکو سره یې د دې ځای او د هرات د یهودیانو د ژوند د مخینې په اړه خبرې کړې دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۰ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۹ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۹ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۹ جون ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































