تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند پولیس: د 'نوپور شرما' د وژلو په نیت له پولې راوښتی پاکستانی مو نیولی
د هند پولیس وایي یو پاکستانی سړی یې نیولی چې ظاهرآ د دغه هېواد د واکمن "بي جي پي" ګوند د مخکینۍ ویاندې "نوپور شرما" د وژلو لپاره له نړیوالې پولې ور اوښتی و.
نوپور شرما څه موده وړاندې یوه تلویزیوني پروګرام کې د اسلام د ستر پیغمبر خلاف له سپکاوي په ډکه وینا تورنه شوې، چې دغه هېواد کې دننه او بهر یې توند غبرګونونه راوپارول.
هندي پولیسو ویلي چې د رضوان اشرف په نوم دغه ۲۴ کلن پاکستانی د روانې جولای میاشتې د شپاړسمې او اوولسمې ترمنځ پر شپه د راجستان په 'شري ګنګانګر" سیمه کې نیول شوی دی.
د پولیسو په وینا د دې هلک پلار محمد اشرف نومېږي او د پاکستان د 'کتیال شیخ' اوسېدونکی دی.
ویل کېږي چې هغه د هند سرحدي ځواکونو نیولی او بیا ځايي پولیسو ته سپارلی دی.
د 'شري ګنګانګر' د پولیسو یوه چارواکي انند شرما بي بي سي ته ویلي چې له رضوان اشرف سره یې دوه چړې، د اوبو بوتل، جامې او څه مذهبي لیکنې نیولې دي.
امنیتي ادارو له هغه څخه د څېړنو لباره یوه ګډه ځانګړې ډله جوړه کړې ده.
د ښاغلي شرما په وینا اشرف د لومړنیو څېړنو پر مهال ویلي چې تر اتم ټولګې یې زدکړې کړې، د برېښنا برخه کې کار کوي، د نوپور شرما څرګندونو ځورولی نو ځکه یې د وژلو په تکل ورغلی دی.
تر دې وړاندې د هند 'ادې پور' ښار کې د جامو یو ګنډونکی له دې کبله وژل شوی و چې د نوپور شرما په ملاتړ یې پر خواله رسنۍ پوست کړی و.
د هند استخباراتي ادارو ویلي چې د دغه خیاط وژونکی 'غوث محمد' هم پاکستان سره اړیکه کې پاتې شوی او په ۲۰۱۴ کال کراچۍ کې د 'اسلامي دعوت' دفتر ته ورغلی و.
د شري ګنګانګر پولیس وایي رضوان اشرف ورته تر اوسه دا نه دي ویلي چې پخپله یې هند ته د ورتګ پرېکړه کړې که د بل چا په لمسون ورغلی.
انند شرما وایي "ترې ومو پوښتل چې ایا د هغې [نوپور شرما] د اوسېدو ځای درته مالوم دی او چېرته تللې؟ خو په هېڅ هم نه پوهېده. ان پر دې هم نه پوهېده چې د هند کومه سیمه کوم ایالت کې ده، خو فکر یې کاوه چې قسمت به یې ور ورسوي."
هندي پولیس وایي رضوان اشرف له ذهني اړخه جوړ خو ډېر توندلاری ښکاري.
د یادونې ده چې د "بي جي پي" ګوند د ویاندې نوپور شرما له څرګندونو وروسته په هند او یو شمېر نورو هېوادونو کې مسلمانانو لاریونونه وکړل او له ځینو اسلامي هېوادونو سره د هند دېپلوماتیکې ناندرۍ هم رامنځ ته شوې.
د نوپور شرما خلاف د هند مختلفو سیمو کې د مسلمانانو احساساتو ته د زیان اړولو د تور ګڼې دوسیې پرانیستل شوې او قضیه یې محاکمو کې روانه ده.
د نوموړې وکیل 'منندر سنګ" د سې شنبې پر ورځ محکمه کې د دغه پاکستاني سړي یادونه هم کړې.