ایا ټسلا رښتیا الوتونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ؟

د ویډیو تشریح، ایا ټسلا رښتیا الوتونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ؟
ایا ټسلا رښتیا الوتونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ؟
د خپرېدو وخت

د ټسلا د برېښنايي سپورټي موټر "روډسټر" نوې بڼه په ټکساس کې نندارې ته وړاندې شوې ده. دغه موټر په ځانګړو محرکو انجنونو سمبال دی چې ظاهراً ورته دا وړتیا ورکوي په هوا کې ځوړبند پاتې شي او خپل لوری بدل کړي.

د ټسلا اجرائیوي مشر ایلان مسک د موټر د معرفي کولو پر مهال وویل: "تاسو به نن شپه ځینې حیرانوونکې صحنې ووینئ. " نوموړي دغه موټر د خپل بل شرکت "سپېس‌اېکس" په یوه مرکز کې نندارې ته وړاندې کړ. سپېس‌اېکس هم د دغه موډل په جوړولو کې مرسته کړې ده.

مسک وویل چې د دې لپاره د نندارچیانو شتون اړین و، چې ثابته شي دا موټر "د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله نه دی جوړ شوی". وروسته یې د روډسټر یوه ننداره وړاندې کړه چې موټر له یوې لوړې او ځوړې لارې پورته شو، په هوا کې وچورلېد او د د هوايي فشار نلونو په وسیله بېرته راکښته شو.

خو څو لاملونه شته چې ولې په نژدې راتلونکي کې به پر سړکونو د الوتونکو موټرو لیدل ناشوني وي. په دې وېډیو کې یې کتلی شئ.