له اعدام سره مخ ایرانۍ له زندانه په پيغام کې څه ویلي؟

د ویډیو تشریح، له اعدام سره مخ ایرانۍ له زندانه په پيغام کې څه ویلي؟
له اعدام سره مخ ایرانۍ له زندانه په پيغام کې څه ویلي؟
د خپرېدو وخت

له ایرانه رپوټونه وايي چې هلته د نجمه امیني په نوم یوه ۲۳ کلنه ښځه پر خواله رسنیو د خپلو څرګندونو له امله "دین ته د سپکاوي" په تور په اعدام محکومه شوې ده. هغې ته یو منسوب غږیز پيغام خپور شوی چې دا پکې له نړیوالو بنسټونو د خپلې قضیې د پلټنې غوښتنه کوي. د ایران حکومت وړاندې د خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې د مرګ سزا یوازې هغو ته ورکول کېږي چې "تر ټولو سخت جرمونه" یې کړي وي.

د ایران د بشري حقونو اداره چې په اوسلو کې ده وایي، د نجلۍ دفاعیه چې پکې ویل شوي، دې په تېروتنه او بې خودۍ کې خبره کړې، رد شوې ده. د دې د سزا پرېکړه لا د سترې محکمې لخوا نه ده تایید شوې.