|
د کنگلونو د ويلي کيدو په اړه انديښنې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا او کانادا د کارپوهانو يوه ډله چې په شمالي او جنوبي قطبونو کې د کنگلونو په اړه څيړنې کوى هلته په تندې سره د کنگلونو د ويلي کيدو په اړه د انديښنې وړ نوى شواهد موندلې دي. کارپوهانو ويلي دي چې په نژدې راتلونکو ٢٠ کالو کې په دوبې که به په دواړو قطبونو کې گنگلونه ويلي شي چې دا به هلته د وحشي حيواناتو ژوند ته خطر ورپيښ کړې خو له بل اړخه به د بيړيو لپاره يوه نوې لار پرانيزي. په نژدې کلونو کې په ارکټيک سمندر کې د يخي زغرده ويليده دا سې ويرې له ځانه سره لري چې مونږ به ډېر ژر د بېرته نه راگرځېدوژۍ ته ورسېږو. په دغه غونډه کې دوې نوې مالوماتې برخې وړاندې شوې چې ساينسپوهان يې تر بل هر وخت لا يقيني کړي چې د ارکټيک هسک لمنه يا افق کې د يخي ويليدل له ورايه جوتېږي. له طبعي پلوه ارکټيک کې د اوړي ويلې شوى يخى په مني کې بېرته کنگلېږي خو اوس نوې ډېټا ښيي چې سمندر کې د بېرته کنگلېدو وړتيا په جدي ډول رژېدلې ده. د سږکا ل نومبر کې ارکټيک دوه ميليونه مربع کلوميتره يخۍ درلود چې داشمېر يې له خپله اوسطه ډېر کم دى . د څېړنې يوه نوې نمونه ښيي چې ښايي په ٢٠٤٠ م کال کې به ارکټيک سمندر له يخۍ خلاس شي.ځيني ساينسپوهان ويره لري چې دا به ډر ژر ويلې شي.په کولارډو پوهنتون کې مارک سېريزي د ارکټيک يخي سمندر کارپوه دى "ورستى څوکه خپل ځان جوتوي.مونږ له يوې يا بلې لارې دې ته ورنژدې کېږو.زما ژور احساس دا دى چې کېداى شي د ٢٠٣٠ م کال شاخوا کې مونږ د يخي زغرده ويلدل ووينو.اوس دا ډېر ژر رامنځ ته کېدونکى دى؟ دا به هرو مرو کېږي.ايا دا به وروسته کېږيکه څنگه ؟هو دا به کېږي.دا په طبعيت کې د بدلېدو پر سيستم ولاړه ده.مونږ بايد شين کريزې تودوخه هم په پام کې ونيسو.ځکه دا ددې بهير برخه ده.او دا به تل د بهير برخه وي." څومره زيات چې تودوخه لوړېږي هغومره به يخى ويلېږي ،څومره ډېر چې اوبه د لمروړانگې زبېښي هغومره ډېر به اوبه يخى ويله وي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||