د عکسونو البوم: د ریو اولمپیک سیالیو پای؛ امریکا د نوملړ سر کې ده

د خپرېدو وخت

د برازیل پلازمېنه ریو دې جینېرو کې د اګست په پنځمه پیل شوي اولمپیک سیالۍ د یکشنبې په شپه پایته ورسېدې. د پای مراسمو پر مهال شرقنده باران هم و.

د ۲۰۱۶ کال ریو اولمپیک سمبالوونکي کارلوس ارتور نوزمن ددې د پای په مراسمو کې وویل: "موږ د نړۍ ترټولو مهمې پېښې چارې سمبالې کړې. دا جادویي ځای دی. لویه ننګونه وه، خو په خورا بریالیتوب پایته ورسېد. زه پر رېو، خپل هېواد او خلکو ویاړم. ټول برازیلیان د اولمپیک اتلان دي. موږ خپلو کې جشن جوړوو. تاسو د ځمکې د کرې د خلکو طلایي مډال یاست."

نوزمن وویل، په دې اولمپیک کې ۲۷ نړیوال ریکارډونه او ۹۱ اولمپیکي ریکارډونه ثبت شول.

ښاغلي نورزمن وویل، "کله چې ریو د کوربه توب په سیالیو کې بریالی شو، ما وویل ریو تاریخ جوړولو ته چمتو دی. د توکیو ۲۰۲۰ لپاره د بریالیتوب هیله کوو."

د اولمپیک نړیوالې کمېټې مشر ټامس باخ وویل، په حیرانوونکي ښار کې حیرانوونکی المپیک ترسره شو. "تېرو ۱۶ ورځو کې یوه متحد برازیل ټولې نړۍ ته د الهام سرچینه وګرځېد او په دغو سختو حالاتو کې یې ژوند ته د خوشحالۍ وربخښلو فرصت برابر کړ."

ښاغلي باخ تر ۱۶ ورځو سیالیو وروسته په رسمي ډول د لوبو د پایته رسېدو اعلان وکړ. په دغو لوبو کې د نړۍ له ۲۰۶ هېوادونو نه ۱۱۳۰۳ ورزشکارانو برخه اخستې وه.

د اولمپیک د پای مراسم په ټوله نړۍ کې سلګونه ملیونه کسانو د ټلویزیون په پردو ولیدل.

په دغو لوبو کې امریکا تر ټولو ډېر مډالونه وګټل، بریتانیا دویم او چین ورپسې د ډېرو مډالونو ترلاسه کولو له امله درېیم شو.

امریکا د ۴۶ سرو زرو په ګډون ۱۲۱ مډالونه خپل کړل. بریتانیا د سروزرو مډالونو ګټلو له مخې دویم شو، ټول یې ۶۷ مډالونه ترلاسه کړل چې له دې یوازې ۲۷ د سرو زرو وو.

تر ۱۹۰۸ کال وروسته د بریتانیا ورزشکاران د ریو اولمپیک سیالیو کې ښه وځلېدل.

د لندن ۲۰۱۲ کال اولمپیک په پرتله امریکا او بریتانیا په ټوله کې ښه وځلېدل، خو چین دا ځل ډېر زیانمن شو، ټول یې ۷۰ مډالونه وګټل په داسې حال کې چې په تېر المپیک کې یې دا شمېره د ۳۹ سرو زرو په ګډون ۸۸ مډالونه وو.

چین که څه هم له بریتانیا نه ډېر مډالونه ګټلي، خو د سرو زرو مډالونه یې تر بریتانیا یو کم دی.

د سیمې له هېوادونو پاکستان کوم مډال ترلاسه نه کړ، خو هند بیا یو د سرو زرو یو او یو د برونزو مډال وګاټه.

ایران د المپیک په سیالیو کې ۲۵ مقام خپل کړ. ددغه هېواد ورزشي کاروان ۳ د سرو زرو، یو د سپین زر او ۴ د برونزو مډالونه وګټل.

ددغو مراسمو په وروستیو پړاوونو کې د توکیو والي د اولمپیک بیرغ واخست او د جاپان لومړي وزیر هم په سمبولیک حرکت کې د رڼا په نڅا کې د ماریو خولۍ پرسر راڅرګند شو.

توکیو به د راتلونکي ۳۲ المپیک کوربه وي چې په ۲۰۲۰ کال کې ترسره کېږي.