د منګولیا ۱۳ کلنه ښکارۍ

    • Author, ویلیم کرېمر بي بي سي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

عکاس آشر سودنسکي د هغې نجلۍ په انځور اخیستلو بریالی شوی، چې شاید د ګردې نړۍ په کچه منګولیا کې د ګوربت په وسیله ښکار کوي.

د سفرونو برخه کې لیکوال سودنسکي وايي، دلته زیاتره ماشومان له ګوربت وېره نه لري.

د منګولیا لوېدیځ قزاق سیمه کې، دغې نجلۍ اشول پان د سارايي ګیدړو او سویانو ښکار کې د ښکاري مرغانو کارول زده کړي، که څه هم د دې عمر تر اوسه ۱۳ کاله دی، پر خپلو مینه ناکو لاسونو یې د ګوربت نیول ګران تمامېږي.

سودنسکي د هغو پنځو ماشومانو انځورونه اخیستي، چې د ګوربت په مټ ښکار زده کوي، یو له دغو ماشومانو اشول پان ده.

د دې په اړه سودنسکي وايي: "د ګوربت ترڅنګ د هغې کتل حیرانوونکی کار دی، خو هغه له ګوربت سره ارامه او هوسا ښکاري".

د منګولیا لوېدیځ د التای غرونو لمنو کې د قزاق سیمه، د نړۍ هغه یوازېنۍ منطقه ده، چې زرین ګوربت په کې د ښکار لپاره کارېږي، او اوسمهال په دې کار کې ښکاریان نژدې ۴۰۰ ښکاري مرغان کاروي.

اشول پان، د یوه مشهور ښکاري لور ده، چې شاید په ټول هېواد کې لومړنۍ ښځینه ښکارۍ وي.

دلته ښکاریان په ژمني کې داسې مهال ښکار کوي، چې د تودوخې کچه تر صفر ښکته ۴۰ رسېږي، خو ددغه هدف لپاره دوی د اسونو پر شا په واورینو غرونو کې څو ورځې سفر کوي، او پر هغو غونډیو او لوړو ژورو تېرېږي، چې د ښکار لپاره ښه زمینه په کې برابره وي.

ښکاریان په عمومي توګه په ډله ییز ډول کار کوي، خو د ګیدړ په لیدو سره، سپاره کسان د هغې مخه رانیسي، او یوې داسې پرانیستې سیمې ته یې اړباسي، چې د دوی ښکاري بازان یې په اسانۍ سره ښکار کړای شي.

که چېرې ګوربت پخپل ښکار کې پاتې راشي، ملاتړ ته یې بل ګوربت وراستوي.

سودنسکي پر دې اند دی، چې ګني د ګوربت په مټ ښکار کول د چاپېریال پر څرنګوالي پورې اړه لري، چې په اړه یې وړاندوېینه ناممکنه ده.

دی وايي: "تاسو د ګوربت کنټرول نه شئ لرلی، شاید هغه یو څاروی ښکار کړي، او پای کې دا کار په چاپېریال کې ممکن دی".

بازان په کورنیو کې نه زیږېږي، بلکې له ځالو څخه په کوچنیوالي کې نیول کېږي، ښکاریان تر ډېره له ښځینه ګوربتو ګټه اخلي؛ ځکه چې ژر وده کوي او لویېږي، د یوه بالغ ګوربت وزن اوو کیلوګرامو ته رسېږي، او د وزو اوږدوالی یې تر ۲۳۰ سانتي مترو پورې رسېږي.

تر څو کلونو خدمت وروسته، د پسرلي پر یوه ګهیځ، یوه ښکاري خپل باز د وروستي ځل لپاره خوشی کړ، او د خدای پامانۍ د ډالۍ په توګه یې د غره په لمن کې ځینې حلالې شوې مېږې د خوړو لپاره ورته پرېښودې.

سودنسکي په دې اړه وايي: "په قزاق کې ښکاریان دا کار د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره کوي، چې ګوربتان بېرته طبیعت ته راستانه، نسل یې ډېر شي او نور نوي زیږېدلي قوي بازان د راتلونکي نسل لپاره ډېر شي".

سودنسکي د اشول پان په اړه وايي چې تل د هغې پر شونډو موسکا خپره وي، ښکلې او شرمناکه نجلۍ ده، او پخپله دنده کې د هغې بوختیا د دوو زرو کلونو په درشل کې د نارینه وو لپاره یو الهام ګرځېدلی شي، چې دا کار په یوویشتمه پېړۍ کې د منګولیا په اړه یو نوی شی وړاندې کوي.