وروستی, دولتي رسنۍ: د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ويلي د سولې تړون به د جمعې په ورځ لاسلیک شي
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي د ایران دولتي تلویزیون سره په یوه تلیفوني مرکه کې تائید کړې چې له امریکا سره تړون وروستی شوی او رسمي لاسلیک به د جمعې په ورځ په سویس کې ترسره شي.
نوموړي ويلي، "د لبنان په ګډون په مختلفو جبهو کې د جګړې او پوځي عملیاتو سملاسي او دایمي پایته رسېدل به نن شپه اعلان شي."
هغه زياته کړې چې د ایران پر وړاندې د امریکا سمندري محاصره به هم نن شپه لرې شي.
