د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خلیج د همکارۍ شورا له غړو هېوادونو سره د خبرو له وړاندیزه هرکلی کړی

د عکس سرچینه، gett
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل عراقي سیال سره په لیدو کې ویلي، د عراق لخوا د خلیج د همکارۍ شورا له غړو هېوادونو سره د خبرو له وړاندیزه هرکلی کوي.
"د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین په وړاندیز د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو، ایران او عراق ترمنځ د خبرو کولو له وړاندیزه هرکلی کوم."
سعودي عربستان، بحرین، امارات، قطر، عمان او کویت د خلیج همکارۍ د شورا غړي هېوادونه دي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین هم ویلي، خلیجو هېوادونو ته د جګړې د غځېدو ملاتړ نه کوي او پر ایران برید ته هم خوښ نه دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، عراق ته یې د سفر یوه موخه دا وه چې د دغه هېواد له "ملاتړ" او پر ایران "د یرغل" د غندنې مننه وکړي.
ښاغلي عراقچي "د عراق د خلکو ملاتړ" هم وستایه.
ښاغلي عراقچي ویلي، د دغه سفر بله موخه دا ده چې د ایت الله علي خامنه ای د جنازې د مراسم ترسره کېدو لپاره اړینه همغږي وکړي.
ټاکل شوې دغه مراسم په بغداد، کاظمین، کربلا او نجف ښارونو کې هم ترسره شي.







