تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د ایران بهرنیو چارو وزیر خبرداری: د هرمز تنګي په مدیریت کې هر ډول لاسوهنه به کړکېچ زیات کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګي د مدیریت په چارو کې هر ډول لاسوهنه وشي، دا به د کړکېچ د زیاتېدو لامل شي. عباس عراقچي، بغداد ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل عراقي سیال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم له مخې د هرمز تنګي مدیریت او په بشپړه توګه بیا پرانیستل ''یوازې د ایران اسلامي جمهوریت مسوولیت دی او په دې برخه کې هېڅ بل هېواد یا بنسټ مسؤلیت نه لري.''

لنډیز

  • یو امریکایي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل، ایران د شنبې په ماښام د بحرین او کویت په ګډون پر ګاونډیو هېوادونو د ډرونونو او توغندیو ګوزارونه کړي دي
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګي د مدیریت په چارو کې هر ډول لاسوهنه وشي، دا به د کړکېچ د زیاتېدو لامل شي
  • ټرمپ وايي جنګي الوتکو یې ایران کې د توغندیو او ډرونونو زېرمې په نښه کړي دي
  • هغه ویلي که له اوربنده سرغړونې دوام وکړي، دوی به اړ شي چې پیل کړی کار له پوځي لارې پای ته ورسوي
  • سپاه پاسدارن ځواکونو ویلي په کویت او بحرین کې یې پر امریکايي اهدافو د توغندیو او ډرون بریدونه کړي
  • هممهاله کویت اعلان کړی چې د هوايي دفاع سیستمونو یې د ډرونونو مقابله کړې
  • ایران د امریکا بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ له 'تفاهم‌لیک ښکاره سرغړونه' بللي
  • غبرګولي میاشت کې د ایران کلنی انفلاسیون ۶۲ سلنې ته ورسېد
  • څلور میاشتې وروسته، ارامکو د سعودي عرب د رأس التنوره ترمینل کې د خامو تېلو بارول بیا پیل کړل

ژوندی پوښښ

  1. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خلیج د همکارۍ شورا له غړو هېوادونو سره د خبرو له وړاندیزه هرکلی کړی

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل عراقي سیال سره په لیدو کې ویلي، د عراق لخوا د خلیج د همکارۍ شورا له غړو هېوادونو سره د خبرو له وړاندیزه هرکلی کوي.

    "د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین په وړاندیز د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو، ایران او عراق ترمنځ د خبرو کولو له وړاندیزه هرکلی کوم."

    سعودي عربستان، بحرین، امارات، قطر، عمان او کویت د خلیج همکارۍ د شورا غړي هېوادونه دي.

    د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین هم ویلي، خلیجو هېوادونو ته د جګړې د غځېدو ملاتړ نه کوي او پر ایران برید ته هم خوښ نه دی.

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، عراق ته یې د سفر یوه موخه دا وه چې د دغه هېواد له "ملاتړ" او پر ایران "د یرغل" د غندنې مننه وکړي.

    ښاغلي عراقچي "د عراق د خلکو ملاتړ" هم وستایه.

    ښاغلي عراقچي ویلي، د دغه سفر بله موخه دا ده چې د ایت الله علي خامنه ای د جنازې د مراسم ترسره کېدو لپاره اړینه همغږي وکړي.

    ټاکل شوې دغه مراسم په بغداد، کاظمین، کربلا او نجف ښارونو کې هم ترسره شي.

  2. وروستی, د سعودي عرب په ختیځ کې د ارامکو شرکت چورلکې غورځېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۴کسان وژل شوي

    د سعودي عرب په ختیځه ساحلي سیمه راس تنوره کې د تېلوارامکو شرکت اړوند یوې چورلکې غورځېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

    د راپورونو له مخې، ټول وژل شوي کسان د سعودي عرب اتباع وو.

    د پېښې اصلي لامل تر اوسه روښانه نه دی، خو پلټنې پیل شوې دي.

    ارامکو ستر شرکت د ایران جګړې له امله له څلور میاشتني ځنډ وروسته په راس تنوره ټرمېنل کې د خامو تېلو لېږد چارې د جمعې له ورځې بیا پیل کړې.

    ارامکو د خپلو چورلکو لپاره په راس تنوره کې ځانګړې اډه او تمځای لري.

  3. د ایران بهرنیو چارو وزیر خبرداری: د هرمز تنګي په مدیریت کې هر ډول لاسوهنه به کړکېچ زیات کړي

    د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګي د مدیریت په چارو کې هر ډول لاسوهنه وشي، دا به د کړکېچ د زیاتېدو لامل شي.

    عباس عراقچي، بغداد ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل عراقي سیال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم له مخې د هرمز تنګي مدیریت او په بشپړه توګه بیا پرانیستل ''یوازې د ایران اسلامي جمهوریت مسوولیت دی او په دې برخه کې هېڅ بل هېواد یا بنسټ مسؤلیت نه لري.''

    ښاغلي عراقچي خبرداری ورکړ: ''هر ډول مداخله یا داسې هڅه چې د شته تفاهمونو خلاف نوي ترتیبات رامنځته کړي، وضعیت به نور هم پېچلی کړي، د هرمز تنګي عادي حالت ته د بېرته ستنېدو بهیر به وځنډوي، او کړکېچ به زیات کړي؛ هغسې چې موږ له تېرو دوو شپو راهیسې په دې سیمه کې ځینې پاروونکې تحرکات هم لیدلي دي.''

    په تېرو درېیو ورځو کې لږ تر لږه دوې بېړۍ له هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال د بریدونو هدف ګرځېدلې دي، چې له امله یې د ایران او امریکا ترمنځ پر یوه بل د ګوزارونو تبادله هم شوې ده.

    لومړنۍ بېړۍ د پنجشنبې په ورځ هدف وګرځېده، چې له هغې وروسته امریکا د ایران پر سویلي ساحلونو بریدونه وکړل، او ایران هم په غبرګون کې وویل چې په سیمه کې یې د امریکا اډې په نښه کړې دي.

    ایران او امریکا دواړه یو بل د اوربند د ماتولو په تور تورنوي.

    سپاه پاسداران ځواک د شنبې په ورځ وویل، امریکا د ''هرمز تنګي کې د غیرمجاز مسیر څخه د یوې سرغړونکې بېړۍ د تېرېدو مخنیوي (د ایران اقدام)'' د برید لپاره ''پلمه'' ګرځولې ده.

  4. کویت: زموږ د هېواد پر حاکمیت د ایران پرلپسې‌ ناوړه تېري غندو

    د کویت د بهرنیو چارو وزارت د ایران نوي برید په کلکه وغانده او دا یې د خپل هېواد له حاکمیته څرګنده سرغړونه وبلله.

    سپاه پاسداران ځواک څو ساعته مخکې ویلي وو چې پر ''پنځو ساحلي پوستو'' یېد برید په غبرګون کې یې په کویت کې د امریکا علي السالم پوځي اډه په توغندیو او بې ‌پیلوټه الوتکو وویشتله.

    د کویت بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې وویل: ''د کویت دولت په خورا سختو ټکیود ایران لخوا پر کویت د ناوړه تېري بیا تکرار غندي.''

  5. بحرین: له ایرانه توغول شوي توغندي او ډرونونه مو شنډ کړي

    د بحرین هوايي دفاعي سیسټم د یکشنبې پر ورځ وویل، هغه توغندي او ډرونونه یې تعقیب کړي او له منځه وړي دي چې له ایرانه توغول شوي وو.

    د بحرین پوځ په یوه اعلامیه کې وايي: ''د ایران لخوا په دغو خطرناکو بریدونو کې کارول شوي یو شمېر توغندي او وسایل تعقیب او له منځه یووړل شول''، او زیاتوي، چې د دغه هېواد پوځي ځواکونه د ''تر ټولو لوړې چمتووالي'' په حالت کې دي.

    له دې څو ساعته مخکې، سپاه پاسداران ځواک په یوه اعلامیه کې ویلي وو،چې د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په بحرین کې د امریکايي سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ اډه، او همدارنګه په کویت کې د علي السالم امریکايي اډه په نښه کړې ده.

    دا پېښې وروسته له هغه رامنځته شوې چې ایالاتو متحده پر ایران نوي بریدونه وکړل.

  6. وروستی, په بحرین کې د خبرداري سائرنونو راپورونه او په کویت کې د چاودنو غږونه

    د ایران او امریکا ترمنځ د ګوزارونو له تبادلې وروسته د بحرین د کورنیو چارو وزارت په هېواد کې د خبرداري سائرنونو فعالولو اعلان وکړ.

    دا په تېرو څو ساعتونو کې دوهم ځل دی چې یاد وزارت د خبرداري اعلان خپور کړی او له خپلو اتباعو یې غوښتي چې په خوندي ځایونو کې پناه واخلي.

    العربي خبري شبکه او ځینې ایراني رسنۍ راپور ورکوي چې په کویت کې د چاودنو نوې لړۍ اوریدل شوې ده.

    له دې مخکې د ایران سپاه پاسداران ځواک ویلي و چې دوی په کویت کې پر علي السالم اډې او په بحرین کې د امریکا د پنځمې بېړۍ پر مرکز د بالسټیک توغندیو او ډرونونو د بریدونو سره د امریکا پوځي هدفونه په نښه کړي دي.

    دغه پېښې نن سهار په سیرک سیمه کې د مخابراتو پر برج او قشم او بندر لینګه کې په څو نورو ځایونو کې د امریکا له بریدونو وروسته د ایران او امریکا ترمنځ د متقابلو بریدونو د تبادلې د وروستي پړاو پیل دی.

    د امریکا مرکزي قوماندې (سینټکام) ویلي، دا بریدونه د ایران لخوا د تېلو پر لېږدونکې بېړۍ د برید په ځواب کې وو چې له هرمز تنګي تېریدله.

    دواړه هېوادونه یو بل د اوربند له توافقه په سرغړوونه تورنوي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران پر سویلي ساحل د امریکايي ځواکونو له برید سملاسي وروسته پر خواله رسنۍ یوه پیغام کې ولیکل: "که د اوربند سرغړونې دوام وکړي، اسلامي جمهوریت به نور شتون و نه لري."

  7. یو امریکايی چارواکي په کویت او بحرین کې د ایران بریدونه تائید کړل

    یو امریکایي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل، ایران د شنبې په ماښام د بحرین او کویت په ګډون پر ګاونډیو هېوادونو د ډرونونو او توغندیو ګوزارونه کړي دي.

    دغه چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل چې وضعیت لاهم د بدلون په حال کې دی، خوپه منځني ختیځ کې د امریکا د تلفاتو یا د امریکا د تاسیساتو ته د لوی زیان په هکله کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

    د ایران سپاه پاسداران ځواک مخکې ویلي وو چې دوی په کویت کې پر علي السالم اډې او په بحرین کې د امریکا د پنځمې بېړۍ په مرکز کې د امریکا د پوځي هدفونونو په نښه کولو لپاره بالسټیک توغندي او ډرونونه کارولي دي.

  8. ایران کې د امریکا تازه هوايي بریدونه

    د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ ایران کې د خپلو تازه هوايي بریدونو ویډیو خپره کړې ده.

    سېنټکام ویلي د تېرې شپې بریدونو کې د ایران پوځ اړوند لس اهداف په نښه شوي دي.

    د امریکا پوځ وايي دا بریدونه د ایران لخوا پر اېم/ټي کیکو بېړۍ د برید په ځواب کې شوي.

    تر دې ورمخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې د دوی جنګي الوتکو په ایران کې د توغندیو او ډرونونه زېرمې او همدا راز ساحلي رادارونه هدف ګرځولي.

    بلخوا د ایران سپاه پاسداران ځواکونو بیا ویلي، چې دوی هم تېره شپه په کویت او بحرین کې پر امریکايي اهدافو د توغندیو او ډرون بریدونه کړي‌.

    امریکايي چارواکو د دغو بریدونو پخلی کړی، خو د اوښتې زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.

  9. د لبنان سویل کې د اسرائيل تازه بریدونو مرګژوبله اړولې ده

    د لبنان روغتیا وزارت وايي، دغه هېواد کې د اسرائیل په تازه هوايي بریدونو کې لږترلږه یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

    دا بریدونه تر هغې یوه ورځ وروسته کېږي، چې دواړو هېوادونو د دایمې سولې یوه هوکړه لاسلیک کړه.

    د لبنان دولتي خبري اژانس ویلي، لومړی د اسرائیلو یوې بې پیلوټه الوتکې په سوېلي ښار نبطیه الفوقا کې برید وکړ او وروسته یې په سیمه کې د نورو بریدونو راپور هم ورکړ.

    د اسرائیلو پوځ وايي، د ډرون برید کې په نښه شوي کس غوښتل چې د دوی ځواکونو ته ګواښ پېښ کړي.

    دوی په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

    د لبنان حزب الله غورځنګ د امریکا په منځګړیتوب د جمعې ورځې د سولې هوکړې په خبرو کې ښکېل نه و.

    د دې ډلې مشر دا هوکړه رد کړې او د لبنان حکومت یې د دغه هېواد د حاکمیت پر کمزوري کولو تورن کړی دی.

  10. وروستی, رویټرز: یوه امریکايي چارواکي پر کویت او بحرین د امریکا د توغندیو او ډرونونو برید تایید کړ

    یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ایران د کویت او بحرین په ګډون د ګاونډیو هېوادونو پر لور څو توغندي او ډرونونه توغولي دي.‌

    ورمخکې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي وو چې په کویت او بحرین کې یې د امریکايي ځواکونو اړوند اهداف په نښه کړي.

    سپاه پاسداران ویلي، دغه بریدونه یې ایران کې د امریکا د وروستیو بریدونو ځواب کې کړي.

  11. وروستی, عراقچي نن بغداد ته ځي

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن یکشنبه (د جون ۲۸مه) له یوه "دیپلوماتیک پلاوي" سره عراق ته ځي.

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، د دغه سفر پر مهال عراقي چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او همدا راز سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو خبرې اترې وشي.

  12. وروستی, سپاه پاسداران: کویت او بحرین کې مو پر امریکايي اهدافو د توغندیو او ډرون بریدونه کړي‌

    د ایران سپاه پاسداران ځواکونو اعلان کړی چې د شنبې او یکشنبې ترمنځ پر شپه یې کویت او بحرین کې د امریکا پوځ اته اهداف د توغندیو او ډرونونو په ګډ برید کې په نښه کړي‌ دي.‌

    د سپاه پاسداران په وینا دغه اهداف د کویت په علي‌السالم هوايي اډه او بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو اړوندو تاسیساتو کې په نښه شوي.‌

    په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې، چې دغه بریدونه د امریکا د وروستیو بریدونو په ځواب کې شوي دي.

    تر اوسه امریکايي چارواکو د ایران په دغو تازه بریدونو کې د اوښتي احتمال زیان او مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

    تر دې ورمخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ ویلي وو، چې د دوی جنګي الوتکو په ایران کې د توغندیو او ډرونونه زېرمې او همدا راز ساحلي رادارونه هدف ګرځولي.

    هغه ویلي و، دا بریدونه د ایران له اړخه "یو ځل بیا له اوربنده د سرغړونې" له کبله شوي دي.

    سپاه پاسدارن ویلي، امریکا د دوی له سمندري ځواک سره د مقابلې په پلمه پر یوې کښتۍ او پنځو ساحلي پوستو بریدونه کړي.

    تهران وایي، د اوربند تړون کې هوکړه پر دې شوې، چې له هرمز تنګي د تېرېدونکو کښتیو کنټرول به له ایران سره وي او دا چې سپاه پاسداران به له هغو بېړیو سره سخت چلن وکړي چې له دې هوکړې سرغړوي.‌

  13. وروستی, ټرامپ: که له اوربنده سرغړونې دوام وکړي، د ایران اسلامي جمهوریت به پاتې نه شي

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ پر خپله خواله رسنۍ تروټ شوسیل یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي، چې د دوی جنګي الوتکو په ایران کې د توغندیو او ډرونونه زېرمې او همدا راز ساحلي رادارونه هدف ګرځولي دي.

    هغه ویلي، دا بریدونه د ایران له اړخه "یو ځل بیا له اوربنده د سرغړونې" له کبله شوي دي.

    د امریکا ولسمشر لیکلي د دې امکان ډېر دی چې ایران له تېر وخته هېڅ زدکړه ونه کړي.

    هغه ګواښ کړی، ښايي داسې وخت را ورسېږي، چې امریکا به نور د ده په وینا ونه شي کړای "منطقي" چلند ته دوام وکړي او دې ته به اړوځي چې "په بریالۍ توګه پیل کړی کار، له پوځي لارې پای ته ورسوي."‌

    هغه لیکلي: "که داسې وشي، نو د ایران اسلامي جمهوریت به نور وجود ونه لري."

  14. وروستی, د قضائیه قوې رسنیز مرکز: د سندرغاړې او د "کاروانسرا کنسرټ" د اتو غړو په اړه صادر شوی حکم لا قطعي نه دی

    د ایران د قضائیه قوې د رسنیو مرکز د موسیقۍ خونې ته په یوه وضاحت کې ویلي چې د سندرغاړې، د پروګرام د جوړونکو او موسیقارانو په اړه د "کاروانسرا کنسرټ" په قضیه کې صادر شوی حکم "تر اوسه قطعي شوی نه دی".

    څو ورځې مخکې اعلان شوی و چې پرستو احمدي، سندرغاړې، او په دې قضیه کې اته نور کسان په ۷۴ تعزیري دورو وهلو، د دوو کلونو لپاره د بهر سفر د بندیز او د دوو کلونو لپاره د هنري فعالیت د منع کولو په سزا محکوم شوي دي.

    د دې حکم خپرېدو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي وو.

    ویل شوي وو چې دا حکم چې د قم ولایت جزايي محکمې صادر کړی، لومړنی حکم دی او د قانوني مودې دننه پرې اعتراض او د بیاکتنې غوښتنه کېدای شي.

    پر دوی لګېدلی تور "په مجازي فضا کې د نامناسبو او د اخلاقو خلاف محتوا د جوړولو او خپرولو له لارې د عامه عفت سپکاوی" بلل شوی دی.

    د "کاروانسرا کنسرټ" ویډیو د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې د پرستو احمدي په یوټیوب چینل کې خپره شوه او په ټولنیزو شبکو کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول. هغې په دې "مجازی کنسرټ" کې پرته له اجباري حجابه سندره ویلې وه.

    د دې ویډیو له خپرېدو وروسته، قضائیه قوې د دې پروګرام د جوړوونکو لپاره قضايي دوسیه جوړه کړه او تاریخي "دیر ګچین" کاروانسرا ـ چې دا موسیقي پروګرام پکې ترسره شوی و ـ مهر او وتړله.

  15. وروستی, ایران کې د ځینو بانکونو خدمتونه بیا له ستونزو سره مخ شول

    د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ځینو بانکونو خدمات نن سهار (شنبه، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۶مه) بیا ګډوډ شوي دي. د 'ایسنا' خبري اژانس په دې اړه د ملي بانک او صادرات بانک نومونه یاد کړي دي.

    د معلوماتي خدمتونو شرکت ویلي چې دا ګډوډي له سایبري (انټرنېټي) برید سره تړاو لري.

    د دې شرکت په خبرپاڼه کې راغلي: "تخنیکي څېړنې ښيي چې دا ستونزه د پخواني سایبري برید د اغېزو د دوام له امله د بانکي تخنیکي زیربناوو او مرکزي سیسټمونو پر وړاندې رامنځته شوې ده."

    تېره اونۍ اعلان شوی و چې د تجارت، ملي او صادرات بانکونو ټولې رامنځته شوې ستونزې حل شوې دي.

    د تېرې اونۍ ګډوډۍ له امله په ځینو مواردو کې حتی د بانکي کارتونو له لارې د پېرودلو عملیات هم ممکن نه وو.

  16. وروستی, رویټرز: په اربیل کې د کرد مخالفو ډلو پر یوه کمپ د ډرون برید شوی

    امنیتي سرچینو د شنبې په ورځ خبري اژانس رویټرز ته ویلي چې یوې چاودېدونکې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) د عراق په شمال کې اربیل سیمه کې د یوې ایرانۍ کرد مخالفې ډلې اړوند کمپ په نښه کړی دی.

    دغو سرچینو زیاته کړې چې په دې برید کې د مرګ‌ژوبلې کوم راپور نشته، ځکه چې دغه کمپ له مخکې خالي شوی و.

  17. وروستی, د امام خمیني هوايي ډګر چارواکی: د ایران او اماراتو الوتنې به بیا پیل شي

    د امام خمیني د هوايي شهر شرکت اجرائیوي مشر اعلان کړی چې د ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ الوتنې به د روانې اونۍ تر پای پورې بېرته پیل شي او ویلي یې دي چې کورنیو هوايي شرکتونو د دوبۍ د الوتنو د بیا فعالولو لپاره لازم چمتووالی نیولی دی.

    رامین کاشف‌آذر ویلي چې له څو بهرنیو هوايي شرکتونو سره خبرې روانې دي او تمه ده چې د بهرنیو هوايي شرکتونو، په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو شرکتونو، الوتنې به ډېر ژر بیا پیل شي.

    هغه همداراز ویلي چې د جرمني هوايي شرکت لوفتانزاد ایران لپاره د الوتنو د بیا پیلولو چمتووالی ښودلی، خو ځکه چې کله یوه هوايي لاره لغوه شي، شرکتونه خپلې الوتنې نورو بدیلو لارو ته اړوي او د نویو مسیرونو لپاره مهالویش جوړوي، نو بېرته عادي حالت ته ستنېدل وخت نیسي.

    د ښاغلي کاشف‌آذر په وینا، د لوفتانزا د اړوندو شرکتونو له ډلې به د اتریش شرکت په ګډون، د الوتنو بیا پیل لومړی پړاو پیل شي.

  18. وروستی, هرمز تنګي کې پر یوه تېل وړونکې کښتۍ 'نامالوم توغندی' توغول شوی

    د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو سازمان د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هرمز تنګي کې پر یوه تېل وړونکي کښتۍ د نامعلوم توغندي برید شوی دی.

    دغه سازمان زیاته کړه چې د کښتۍ د قوماندې پل زیانمن شوی، خو ټوله عمله په خوندي حالت کې ده او تر دې راپور پورې کوم چاپېریالي زیان هم نه دی ثبت شوی.

    تر دې مخکې د ایران سپاه پاسداران ویلي وو چې د دې ادارې سمندري ځواکونه د امریکا د بریدونو په ځواب کې په سیمه کې د امریکا د پوځ پر مواضعو بریدونه کړي دي.

    سپاه ویلي وو چې امریکا د هرمز تنګي کې پر یوه تجارتي کښتۍ له برید وروسته، د دې په بهانه چې کښتۍ له داسې لارې تېرېده چې ایران یې "غیرمجاز" بولي، پر ایران هوایي بریدونه کړي دي.

  19. وروستی, بحرین پر خپله خاوره د ایران 'ډرون' بریدونه وغندل

    د بحرین رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې دې هېواد د شنبې په ورځ پر خپله خاوره د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت د دفاع بشپړ حق یې خوندي دی.

    ایران مخکې ویلي وو چې په سیمه کې یې د امریکا له ځواکونو سره تړلو اهدافو بریدونه کړي دي، خو د دغو اهدافو نومونه یې نه دي اخیستي او د هغوی ځای یې هم نه دی مشخص کړی.

  20. وروستی, ایران د امریکا بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ له 'تفاهم‌لیک ښکاره سرغړونه' بللي

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا برید د ایران پر "ساحلي څارنې تأسیساتو" د ملګرو ملتونو د منشور د دوهمې مادې د څلورم بند ښکاره سرغړونه ده او همدارنګه د هغه تفاهم‌لیک‌ د لومړۍ مادې ښکاره نقض دی چې د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۲۸مه د تپل شوې جګړې د پای لپاره لاسلیک شوې وه.

    همداراز د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل برید پر لبنان هم د دې تفاهم‌‌لیک له لومړۍ مادې ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې د دې وضعیت د پایلو مسؤلیت پر امریکا او هغو لورو دی چې د ایران پر ضد د امریکا په "یرغلګرو کړنو" کې په هر ډول همکاري کوي.

    پرون د امریکا د مرکزي قوماندې (سېنټکام) اعلان وکړ چې امریکایي الوتکو د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو زېرمې او همدارنګه د ساحلي رادار تاسیسات په نښه کړي دي.

    د ایران د سپاه پاسداران هم د دغو بریدونو په ځواب کې اعلان کړی چې په سیمه کې یې د امریکا د پوځ پر هدفونو یې بریدونه کړي دي.