لتامنګېشکر روغتون کې بستري شوې

د عکس سرچینه، GAUTAM RAJADHYAKSHA COLLECTION
د هند مشهوره سندرغاړې لتا منګیشکر په سینې کې د درد له شکایت وروسته د دغه هېواد ممبۍ ښار په بریچ کینډي روغتون کې بستري شوې ده.
نوموړې د دوشنبې پر ورځ په سینه کې د انفکشن له تشخیص وروسته روغتون ته لېږدول شوې.
له دې مخکې د لتا منګېشکر موسیقۍ ډلې لخوا ویل شوي و، چې نوموړې کور ته ستنه شوې، خو د روغتون یوه ډاکټر وویل، روغتیا یې ښه نه ده او لا هم په روغتون کې بستري ده.
د پي ټي ای خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي ''نوموړې د دوشنبې پر ورځ وختي، نژدې دوې بجې روغتون ته لېږدول شوې، روغتیايي حالت یې ښه نه دی او د سختې پاملرنې څانګه کې بستري ده. ''

د عکس سرچینه، LATA CALENDER
لتا منګېشکر ته د هند تر ټولو لویې جایزې دادا صاحب فالکې او بهارت رتن ورکړل شوي دي او نه یوازې په هند کې بلکې له دغه هېواده بهر هم د خپل سندریز غږ ډېر مینه وال لري.
لتا منګېشکر ۱۹۴۳ کال کې د هند له کولهاپور سیمې داسې مهال په ممبۍ کې د موسیقۍ نړۍ ته راغلې وه، چې عمر یې ایله ۱۴ کاله و. لتا منګېشکر نژدې شپیته کاله د هندي فلمونو لپاره سندرې ویلې.


















