په شا د خپلې ښځې د وړلو سیالۍ

د ویډیو تشریح، په شا د خپلې ښځې د وړلو سیالۍ
په شا د خپلې ښځې د وړلو سیالۍ
د خپرېدو وخت

فنلېنډ په شا د مېرمنو د وړلو نړیوالې اتلولۍ کوربه و. د ۲۰۲۶ کال په دې سیالیو کې له ۱۲ هېوادونو ۶۰ واده‌کړو جوړو ګډون کړی و چې پر شپږو ډلو وېشل شوې وې. په دغو سیالیو کې مېړه خپله ښځه په شا کوي او ځغلي. کله بیا ښځه خپل مېړه په اوږه کوي او ځغلوي یې. دا اتلولۍ لومړۍ ځل په ۱۹۹۶ کې ترسره شوې. د کورونا وبا پر مهال یې دوه پړاوه لغوه شول او سږ یې ۲۹ ځل و. په سږني پړاو کې یوه داسې ښځه هم وه چې په ټایر لرونکې څوکۍ یا وېلچېیر کې ولېږدول شوه او بله داسې مېرمن وه چې خپل ۱۳۵ کیلو دروند مېړه یې په شا کړ او په دې سیالۍ کې یې برخه واخیسته.