شهباز شریف: د افغانستان خاوره لا هم د ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې لخوا کارول کېږي

د ویډیو تشریح، شهباز شریف: د افغانستان خاوره لا هم د ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې لخوا کارول کېږي
شهباز شریف: د افغانستان خاوره لا هم د ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې لخوا کارول کېږي
د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په غونډه کې پر افغانستان تور لګولی چې د دوی غلیمانو ته یې خوندي ځایونه ورکړي او دا چې د طالبانو حکومت چارواکي باید ډاډمنه کړي چې خاوره به یې ګاونډیانو او نورې نړۍ ته ګواښ نه وي.

هغه دا تورونه داسې مهال تازه کوي چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر افغان خاوره وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې پاکستان تورن کړی و چې له مکې تړونه د پښې ایستلو او د خپلو کورنیو ستونزو په حل کې له پاتې راتللو د پام اړولو لپاره افغانستان د پلمې په توګه وکاروي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ په اړه د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونو ته ملګرو ملتونو کې د کوم افغان استازي ځواب نه و، ځکه د طالبانو حکومت مشران د نه رسمیت له کبله دې غونډې ته نه دي بلل شوي.