تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبلړۍ: افغانستان بنګله دېش ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه
د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلونو لوبډلې په عمان کې بنګله دېش ته په څلورو وېکتو وېکټو ماته ورکړه او له دې سره د دواړو هېوادونو لوبلړۍ مساوي پایته ورسېده.
بنګله دېش د پچې له ګټلو سره لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې افغانستان ته د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه چې افغانستان په ۴۹ اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
د افغانستان لپاره امير حمزه او سهيل خان هر يوه دری دری او لطف الله محمدي دوه بنګالي لوبغاړي وسوځول.
بل پلو د بنګله دېش لپاره فريد حسن تر ټولو ډېر (۸۲) منډې وکړې. د ده ترڅنګ الامين حسين ۲۹ او روبيل حسن هم ۲۹ منډې وکړې.
د افغانسان لپاره بيا طاهر سروري ۶۷، سبحان زاخېل ۶۰، شاه فيصل او سهيل خان هره يوه ۱۸ منډې جوړې کړې.
د یادولو وړ ده له دې بریا سره په دې لوبلړۍ کې افغانستان او بنګله دېش دواړو دوې دوې لوبې وګټلې او دا لوبلړۍ مساوي پايته ورسېده.
د افغانستان ۱۹ کلنو راتلونکې لوبه د سې شنبې په ورځ له عمان سره ده.