ملګرو ملتونو لومړی ځل اسرائیل په جنګي سیمو کې د جنسي تاوتریخوالي په تور لیست کې شامل کړ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د اسرائیل نوم د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د هغو هېوادونو په تور لېست کې شامل کړل شوی چې په جګړو کې جنسي تاوتریخوالی کوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د دفتر راپور وايي چې ملګرو ملتونو سازمان تېر کال د اسرائيلي ځواکونو لخوا د غزې او لوېدیځې غاړې له فلسطینیانو سره د جنسي تاوتریخوالي ۳۱ پېښې تائید کړې دي. په راپور کې ویل شوي چې دغه ډول ۱۳ پېښې په ۲۰۲۵ کال کې او ۱۸ نورې په تېرو دوو کلونو کې شوې دي.

ملګرو ملتونو دغه راز روښانه کړې چې دا شمېرې بشپړې نه دي، بلکې باید د پېښو او عمومي بڼو نښې وبلل شي، نه دا چې ټولې پېښې پکې شاملې وي.

بل لور اسرائیل دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د جنسي ناوړه چلند ادعاوې نه مني. دغه هېواد اعلان کړی چې غواړي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له دفتر سره خپلې اړیکې پرې کړي.

ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي ډیني ډانون د پنجشنبې پر ورځ ګوتېرېش تورن کړ چې د یهودو ضد دروغ خپروي. په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازولۍ وايي، تر هغه وخته به د نوموړي له دفتر سره هېڅ اړیکه ونه لري، چې هغه د نړیوال سازمان مشر وي.

په راپور کې ویل شوي، هغه پېښې چې ملګرو ملتونو تائید کړې، له ۱۴ نارینه وو، ۷ ښځو، ۹ هلکانو او یوې نجلۍ سره شوې دي. په دې سرغړونو کې جنسي تېری، ډله ییز جنسي تېری، په جبري توګه لوڅول او د تناسلي غړو تاوتریخوالی شامل دی، چې د اسرائیلي پوځ، پولیسو او زندان ادارې افسرانو لخوا ترسره شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، اسرائیلي حکومت یې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، چې په بشپړه توګه د داسې پېښو په هکله پلټنې وکړي او زندانیان ګواښل شوي، چې له دوی سره د ناوړه چلن په هکله باید رپوټ ور نه کړي.

تېر کال، د حماس نوم د «د جګړې اړوند جنسي تاوتریخوالي» په مخکیني راپور کې شامل شوی و.

ملګرو ملتونو ویلي، ۱۲ هغو کسانو، چې مخکې په غزه کې یرغمل و او وروسته خوشي شوي، ادعا کړې، چې حماس ورسره جنسي تاوتریخوالی کړی. خو ملګرو ملتونو سازمان زیاته کړه چې دا ادعاوې یې نه شي تائیدولی، ځکه چې د اسرائیل حکومت د ملګرو ملتونو ادارو ته د پلټنو لپاره د لاسرسي اجازه نه ده ورکړې.

ګوتېرېش هغه مهال ویلي وو چې اسرائیل یې ''خبر کړی'' او ترې یې غوښتي و چې د ګڼو ادعاوو د څېړنې لپاره ګامونه واخلي او د فلسطیني بندیانو د ساتنې شرایط ښه کړي.

له هغه راهیسې، یو شمېر مهمو پېښو څرګنده کړې چې ښايي له فلسطیني بندیانو سره جنسي ناوړه چلند په منظم ډول کارول کېږي.

په یوه رسوا شوې قضیه کې پينځه اسرائیلي ساتونکي د امنیتي کمرو په افشا شویو ویډیوګانو کې داسې حال کې لیدل کېږي، چې د سدي تیمان توقیف ځای کې یو زنداني ځوروي.

یو ډاکټر چې وروسته یې هغه سړی معاینه کړ، وویل چې د هغه په مقعد کې داسې ټپونه وو چې دا ادعاوې یې تائیدولې.

سره له دې چې دې قضیې نړیوال پام ځان ته واړاوه، د اسرائیل تر ټولو لوړ پوړي پوځي څارنوال د همدې کال په مارچ میاشت کې د دغو ساتونکو پر وړاندې تورونه لغو کړل.

تېر دسمبر کې دوه فلسطیني نارینه وو بي‌بي‌سي ته وویل چې دوی اسرائیلي توقیف‌ځایونو کې د بندیانو په توګه د شکنجې په ترڅ کې له جنسي ناوړه چلند سره مخ شوي وو.

د اسرائیل د زندانونو ادارې هغه مهال بي‌بي‌سي ته وویل چې دوی «قانون ته په بشپړ درناوي» سره فعالیت کوي او د یادو ادعاوو اړه هېڅ معلومات نه لري.

د ملګرو ملتونو د زور، زیاتي ضد کمېټې په نومبر کې وویل چې د هغو راپورونو له کبله ژوره اندېښنه لري چې ښيي د فلسطیني بندیانو پر وړاندې په اسرائیلي زندانونو کې «په عملي ډول د دولت لخوا منظم او پراخه شکنجه او ناوړه چلند» کېږي.

کمېټې زیاته کړه چې دغه ادعاوې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ د حماس تر مشرۍ لاندې پر اسرائیلو له بریدونو وروسته «په جدي توګه زیاتې شوې دي».

وروسته بیا د نیویارک ټایمز یو راپور چې د ۱۴ فلسطینيانو جنسي ځورونې پر شهادتونو ولاړ و، د اسرائیلي حکومت سخت غبرګون راوپاراوه.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د بهرنیو چارو وزیر ګیدون ساار په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دوی د دې ورځپاڼې پر وړاندې د بدنامۍ دعوه ثبتوي. دوی هغه راپور په «معاصر و رسنیو کې د اسرائیل پر ضد له تر ټولو کرغېړنو او تحریف شويو دروغو څخه یو» وبلل دی.

د غزې جګړې په ټوله موده کې د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو نیوکه کوله چې د اسرائیلي پوځیانو لخوا د ترسره شويو سرغړونو په اړه حساب ورکول کم دي او داسې ښکاري چې هغوی له مجازاتو خوندي پاتې کېږي.

روسي ځواکونه هم په تور لیست کې شامل شول

ورته مهال د روسیې دفاعي او امنیتي ځواکونه هم د لومړي ځل لپاره وروسته له هغه چې تېر کال ګوتېرېش خبرداری ورکړی و، په دغه تور لېست کې شامل شول، ځکه چې د اوکرایین جګړې په ترڅ کې یې د جنګي اسیرانو او ملکي بندیانو پر وړاندې جنسي تاوتریخوالی کړی دی.

راپور وايي چې په روسیه او د روسیې تر ولکې لاندې د اوکرایین سیمو کې د جګړې اړوند جنسي تاوتریخوالي ۳۱۰ پېښې ثبت شوې دي. په دې کې جنسي تېرې، د تناسلي غړو پرېکول او نور ډولونه شامل دي، چې ۲۸۰ نارینه، ۲۶ ښځې او ۴ نجونې یې اغېزمن کړي دي.

دا جګړه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې هغه مهال پیل شوه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکرایین پراخ برید وکړ.

د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها د دې راپور هرکلی وکړ او په وینا یې دا «د حقیقت موندلو او حساب ورکولو په اوږده او دردناک بهیر کې یو مهم پړاو دی».

روسیې تر اوسه په دې اړه کوم برالا غبرګون نه دی ښودلی.