د غزې دوه جایزه ګټونکې خویندې: "موږ ویجاړتیا په هیله بدله کړه"

د غزې دوه جایزه ګټونکې خویندې: "موږ ویجاړتیا په هیله بدله کړه"
د خپرېدو وخت

د غزې تړانګې ۱۷ کلنه تالا موسی او د هغې ۱۵ کلنه خور فرح، د ۲۰۲۶ (ځمکې جایزه) په سیالۍ کې د منځني ختیځ ګټونکې اعلان شوې دي - دا د ځوانانو لپاره د نړۍ تر ټولو لویه چاپېریالي سیالي ده. دوی د خپل "هیله – فلسطین ورغوئ" پروژې له کبله جایزه ګټلې ده، چې پکې کنډوالې په بیا کارېدونکو خښتو بدلول شامل دي. دوی د ودانیو خاورې لومړی ميده او سره ګډول، بیا یې د خټو او ایرو په شان موادو ور سره ګډول، وروسته یې په قالبونو کې اچول اچول او وچول چې د ودانیزو خښتې (بلوکونه) ترې جوړ شي.