افغانه نجلۍ؛ له زدکړو منع شوو نجونو ته سندره

د ویډیو تشریح، افغانه نجلۍ؛ له زدکړو منع شوو نجونو ته سندره
افغانه نجلۍ؛ له زدکړو منع شوو نجونو ته سندره
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

یوې افغانې نجلۍ چې د طالبانو حکومت له راتګ سره له زدکړو منع شوې، هنر ته مخه کړې او تازه یې په انګریزۍ ژبه له زدکړو منع شوو نجونو ته سندره ویلې ده. د همېشه بهار په نوم دا هنرمنده وايي چې په سندره کې یې د میلیونونه افغان نجونو احساس او فریاد ځای کړی او ځکه یې په انګریزۍ ژبه ویلې چې غواړي نړیوالو ته یې غږ ورسوي. همېشه بهار وايي چې د طالبانو حکومت د بندیز له امله د ننګرهار په جلال اباد کې یې لوړې زدکړې نیمګړې پاتې شوې خو هنر سره یې له ماشومتوبه مینه وه او اوس په ځينو سیریالونو کې هم کار کوي. د تازه سندرې شعر او کمپوز دواړه یې خپل دي. دلته له بي‌بي‌سي سره د خپلې نوې سندرې او هنر په اړه غږېدلې ده.