"ټول ارمانونه مو د سترګو په مخ کې خاورې شول"

د ویډیو تشریح، "ټول ارمانونه مو د سترګو په مخ کې خاورې شول"
"ټول ارمانونه مو د سترګو په مخ کې خاورې شول"
د خپرېدو وخت

پر ایران د امریکا او اسرائيلو له لومړي برید راهیسې شاوخوا پنځه میاشتې تېرېږي او بي‌بي‌سي په دې موده کې په ایران کې دننه د اورګاډي په یوه ۲۵ ساعته سفر کې له عادي ایرانیانو سره خبرې کړې دي. دوی یې پوښتلي چې په دې موده کې یې ژوند څنګه روان دی او له دې جګړې څومره اغېزمن شوي دي؟

بي‌بي‌سي له ایرانه په دې شرط منلو سره خبرونه خپروي چې په بي‌بي‌سي فارسي کې به نه خپرېږي. دا محدودیت پر هغو ټولو نړیوالو رسنیو پلی کېږي چې په ایران کې دننه فعالیت کوي او یا ترې خبرونه خپروي.