ملګري ملتونه وايي د نجونو تعلیم لپاره د افغانستان په ښاري او کلیوالو سیمو کې پراخ ملاتړ شته

.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا د ښځو او نجونو پر زدکړو او کار بندیزونو یو نسل څنډې ته کړی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو‌این ومین) په راپور کې راغلي له نوي سلنې زیاتو خلکو ورته ویلي چې د نجونو د زدکړو غوښتونکي دي.

دا راپور چې د یوې نظرپوښتنې پربنسټ چمتو شوی، کور په کور یې له ۲ زره او ۱۹۰ کسانو سره په کې خبرې کړې دي.

په نظر پوښتنه کې ۹۱ سلنه مرکه کوونکو ویلي، د نجونو د زدکړو په تړاو د طالبانو د حکومت تګلارې د دوی د ارزښتونو استازولي نه کوي.

دغه بنسټ ویلي، ۸۸ سلنه نرانو او ۹۴ سلنه ښځو ورته ویلي، چې دغسې لیدلوری نه لري.

د ملګرو ملتونو همدغه راپور خبرداری ورکوي چې زدکړو ته د ښځو د لاسرسي محدودول به د ښځو پر روغتیا هم اوږدمهال کې منفی اغېز وکړي.

دغه راپور د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د اټکل پر بنسټ وايي، اوسني تعلیمي محدودیتونه به تر ۲۰۲۶ پورې په کم‌عمرۍ کې د ودونو په شمېر کې ۲۵ سلنه، په تنکیو پېغلو کې د زېږون کچه کې ۴۵ سلنه او پر زېږون د میندو د مړینو په شمېر کې لږ تر لږه ۵۰ سلنه زیاتوالی راولي.

په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن د راپور له خپرېدو وړاندې ویلي، افغان نجونو له دوی سره په خبرو کې د زدکړو د ارمان یادونه کړې ده:

"زموږ منظم ساحوي کار، چې د کور په کور سروې ګانو له لارې ترسره کېږي، ښیي چې د افغان ښځو په ژوند کې پر سیستماتیک او دوامداره محدودیتونو سربېره، ۴۰ سلنه افغان مېرمنې لاهم د داسې راتلونکي تصور کوي چې بدلون او مساوات په کې ممکن وي."

ملګري ملتونه وايي، د نجونو د زدکړو لپاره په ښاري او کلیوالي دواړو سیمو کې پراخ ملاتړ شته.

د ملګرو ملتونو د سروې له مخې، په کلیوالي سیمو کې، ۷۸ سلنه نرانو او ۹۵ سلنه ښځو ویلي، منځنۍ زدکړې یې د لوڼو لپاره مهمې دي.

په ښارونو کې د ښځو او سړو ترمنځ دا ملاتړ ۹۵ سلنې ته لوړ شوی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د دوی سروې، چې سږکال د جولای او اګسټ میاشتو ترمنځ شوې، ښیي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو تر څلور کلن بندیز وروسته، لا هم افغان نجونې د ښوونځیو د دروازو پرانیستلو ته مایوسه نه دي.

نجلۍ سره کتاب دی او کړکۍ کې ولاړه ده

په راپور کې ویل شوي، په داسې یوه هېواد کې چې نیمایي وګړي یې په فقر کې ژوند کوي؛ سواد او زدکړې کولی شي د یوې نجلۍ د ژوند تګلوري بدل کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو لخوا په ۲۰۲۲ کال کې د ښځو پر پوهنتوني زدکړو بندیز، چې په ۲۰۲۴ کال کې روغتیایی ادارو ته هم وغځول شو، د ځوانو مېرمنو راتلونکی نور هم محدود او نا روښانه کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د دې راپور په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې راپور وايي، دا مهال چې کومې مېرمنې د کار بازار کې په یو نه یو ډول کار بوختې دي، دا تر ډېره د رسمي یا معنا لرونکي روزګار لرلو په مانا نه دی، بلکې ډېرې ښځې په نارسمي، ناامنه او ناخوندي چاپېریال کې کار کوي.

د یاد بنسټ د اټکل له مخې، د ښځو روان ټولنیز او اقتصادي محرومیت به د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان اقتصاد ته د اټکل له مخې ۹۲۰ میلیون ډالر زیان ورسوي.

راپور وايي چې د دې محدودیتونو مجموعي اغېزې یوازې اقتصادي نه دي، بلکې له امله یې د ښځو هغه وړتیا، چې دوی په کې داسې راتلونکی تصور کړي چې کار او مشري وکړي او په ټولنه کې برخه واخلي، په سیستماتیک ډول د له منځه تلو په حال کې ده.