د پاکستان هوايي بریدونه د عیني شاهدانو له خولې
د پاکستان هوايي بریدونه د عیني شاهدانو له خولې
د خپرېدو وخت
د هلمند په ګرمسېر کې ځايي اوسېدونکي وايي، دغلته د پاکستان د هوايي ځواک د تېرې شپې په بریدونو کې یوه سپینسرې ښځه او درې ماشومان وژل شوي دي.
دوی زیاتوي چې وژل شوي ټول د یوې کورنۍ غړي وو او دغلته په کرایه کور کې اوسېدل.
د یادونې ده چې پاکستاني الوتکو پر هلمند سربېره د کونړ په شلتن کې هم هوايي بریدونه کړي او له هغه ځایه هم د ملکي مرګژوبلې رپوټونه ورکړل شوي.
خو د پاکستان حکومت بیا وايي چې په دغو بریدونو کې د وسله والو ډلو پټنځایونه په نښه شوي او دا چې ۲۲ "ترهګر" یې وژلي دي.



