'حکومتونه دې افغان کډوال په زور نه ستنوي'
ملګرو ملتونو د یو شمېر اروپايي هېوادونو لخوا د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ایستل کېدو احتمال په اړه اندېښنه وښوده.
د دغه سازمان د بشري حقونو څانګې له هېوادونو غوښتي چې افغان کډوال او پناه غوښتونکې دې د خپلې خوښې خلاف افغانستان ته نه ستنوي، ځکه هلته د ځورونې، ناوړه چلند او د بشري حقونو د نورو سرغړونو له جدي ګواښ سره مخامخېدای شي.
د دې ادارې په ټکو افغانې ښځې، سړي او ماشومان اوس له هغو هېوادونو د خپلې خوښې خلاف ایستل کېږي، چې دوی پکې د خوندیتابه غوښتنه کړې وه.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې یوازې روان زېږدیز کال کې تر دې دمه شاوخوا ۲۷۰ زره افغانان کډوال او پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته استول شوي، چې لویه برخه یې له ایرن او پاکستان او یو څه له ترکیې او تاجکستانه ایستل شوي.
ایران او پاکستان تېرو کلونو کې هم میلیونونه افغان کډوال په زور ایستلي وو.



