تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي کې پر 'دمام' هوايي ډګر او 'شیبه' نفتي تاسیساتو بریدونو کې څلور کسان وژل شوي۱۰ ټپیان دي
د سعودي عرب د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د دغه هېواد په ختیځ دمام ښار کې د پاچا فهد پر نړیوال هوايي ډګر د چارشنبې ماښام په ډرون برید کې لږترلږه دوه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
دغې ادارې پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "دمام کې د پاچا فهد نړیوال هوايي ډګر چارشنبه ماښام د برید هدف وګرځېد."
دې ادارې دا نه ده روښانه کړې چې بریدګر ډرون له کوم ځای ورغلی یا برید چا کړی دی.
تر دې څو ساعته ورمخکې د سعودي په مشرۍ اېتلاف اعلان کړی و چې د دغه هېواد پر تېلو همدغه بډای ختیځ کې یې پېنځه ډرونونه (بې پیلوټه الوتکې) وېشتلي دي.
د سعودي انرژۍ وزارت هم چارشنبه ویلي وو چې د ختیځ ولایت د نفتو شیبه میدان کې د تاسیسات پر لور د یوه روان وېشتل شوي ډرون د پاتې شونو د راغورځېدو له کبله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې وژل شوي کسان د فلیپین او نیپال او ټپیان د پاکستان او هند اتباع دي.
خو دغه وزارت هم نه دي ویلي، چې دا ډرون برید چا کړی دی.
بر سعودي له دغو تازه بریدونو سره هممهاله فرانس پرېس خبري اژانس د یوه ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې د خپل سفارت ټولو کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته امر کړی چې له سعودي ووځي.
سرچینې زیاته کړې چې واشنګټن په متحدو عرب اماراتو، اردن، قطر او بحرین کې هم د خپلو سفارتونو د کارکوونکو د کورنیو د ایستل کېدو امر کړی دی.
هممهاله رویټرز خبري اژانس هم د درېیو امریکايي چارواکو له خولې رپوټ ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خلیج کې له خپلو سفارتونو د ځینو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو ایستلو ته چمتووالی نیسي.
دوو امریکايي چارواکو ویلي، دا پرېکړه د احتمالي شخړو، په ځانګړې توګه یمن کې له انصارالله (حوثي) ډلې سره د تاوتریخوالي زیاتېدو په تړاو اندېښنو ته په کتو شوې ده.
په ریاض کې د امریکا سفارت د حوثیانو له خوا سعودي عرب کې د نورو بریدونو د امکان په اړه امنیتي خبرداری خپور کړی دی.
هممهاله سي بي اېس شبکې، چې په امریکا کې د بيبيسي شریک بنسټ دی، راپور ورکړی چې یوه امریکايي چارواکي او یوه جګپوړي پوځي مسؤول د چارشنبې پر ورځ ویلي، د امریکا پوځ د حوثیانو له لوري روانو سیمهییزو ګواښونو او د ایران مستقیمو ګواښونو ته په کتو منځني ختیځ کې په خپلو ځینو پوځي اډو کې د سرتېرو حضور په پټه توګه کموي.
د چارشنبې پر ورځ لومړی اېنبيسي امریکایۍ رسنۍ د دې موضوع رپوټ خپور کړی و.
د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویاند ټیم هاکنز د دغو رپوټونو په غبرګون کې سيبياېس ته ویلي: "د امریکايي پوځ د معمول له مخې خپل پرسونل او تجهیزات له یوه ځایه بل ځای ته لېږدوي، چې د بېلابېلو مأموریتونو لپاره خپل عملیاتي چمتووالی لا پیاوړی کړي."
هغه په مستقیمه توګه د سرتېرو د کمولو د راپور په اړه تبصره ونه کړه، خو ټینګار یې وکړ چې د ځواکونو او تجهیزاتو لېږد رالېږد د امریکا د پوځ د عادي عملیاتو یوه برخه ده.
پر سعودي دغه تازه خونړي بریدونه داسې مهال شوي، چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دغه هېواد ته له وړاندې په یوه ناعلان شوي سفر ورغلی او په ریاض کې یې له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره لیدلي دي.
هغه ویلي د دغه سفر موخه یې دا ده چې له ریاض سره د یمن د حوثي ډلې د بریدونو مقابل کې ملاتړ او پیوستون وښيي.
مکرون له ریاض ورمخکې کویت، متحدو عرب امارات، بحرین او قطر ته هم تللی و.
د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د مکرون او محمد بن سلمان لیدنې شاوخوا یو ساعت دوام وکړ.
پر سعودي له تازه بریدونو د حوثیانو انکار
له سعودي عربه په تازه بریدونو کې د مرګژوبلې اوښتلو دا رپوټونه داسې مهال خپرېږي، چې د یمن انصارالله یا حوثي ډله له دې انکار کوي چې د چارشنبې پر ورځ دې یې پر سعودي برید کړی وي.
د دې ډلې پوځي ویاند یحیی سریع ویلي دوی د چارشنبې په ورځ د سعودي د مدینې ښار پر لور هیڅ بېپیلوټه الوتکه نه ده استولې او نه یې هم د دغه هېواد خلاف کوم پوځي ګام اخیستی.
هغه په دې تړاو اعلان بې بنسټه ادعا بللې ده.
سریع دا تور هم پورې کړی چې د سعودي په مشرۍ اېتلاف په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پلازمېنې صنعا په ګډون د دوی هېواد کې پر بېلابېلو سیمو ۶۲ هوايي بریدونه کړي او مرګژوبله یې اړولې ده.
حوثیان وايي، له دې سره د جولای له ۱۳مې راهیسې په یمن کې د سعودي د هوايي بریدونو شمېر ۲۸۵۵ ته رسېدلی دی.