د ملګرو ملتونو سرمشریزه؛ ټرمپ د ایران د "له منځه وړلو" ګواښ کړی خو ایران څه وايي؟

ټرمپ د ملګرو ملتونو په غونډه کې وینا کوي او ترڅنګ یې یوه ښځینه ساتونکې هم ولاړه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال ګواښ کړی چې که شخړه حل نه شي نو دی ایران "له منځه وړای شي".

هغه وویل چې شخړې تهران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو راګرځولی دی او ادعا یې وکړه چې ګواکې د ده دریځ سم دی چې "د زور په کارولو سره سوله راولي".

ښاغلي ټرمپ د خپلې وینا پر مهال چې د ایراني پلاوي یوازې یو غړی په غونډه کې ناست و، وویل، "له ایران سره به داسې کوم جوړجاړی وشي او که نه چې هغوی یې په ترڅ کې خپل هېواد له سره و رغوي او تر پخوا یې لا پیاوړی او لوی کړي؟"

بیا یې ګواښ وکړ او زیاته یې کړه، "او که زه باید اسلامي جمهوریت له منځه یوسم او دا کار ژر وکړم چې بیا د چا د وژلو او د خلکو او هېوادونو د ویجاړولو فرصت هم پیدا نه کړي؟ دوزخ ته یې ولېږم؟"

خو تر ګواښونو وروسته یې وویل چې باورمن دی چې له ایران سره به یوه هوکړه چې تر اوسه نه ده شوې، د نومبر له ټاکنو سمدستي وروسته وشي.

وروسته یې خبریالانو ته وویل چې امریکايي چارواکو د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له ایراني پلاوي سره "ډېره ګټوره" درې ساعته ناسته درلوده.

ایران څه وايي؟

بقايي د خبري کنفرانس پرمهال خبرې کوي او شا ته یې د بهرنیو چارو وزارت نوم لیکل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images

که څه هم ایران د ټرمپ د ګواښونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو سپاه پاسداران روانه اوونۍ خبرداری ورکړ چې که امریکا پر ایران تازه بریدونه وکړي نو دوی به په "نوو وسلو" داسې ځواب ورکړي چې "نړۍ به حیرانه کړي".

د ایران دولتي تلویزون تایید کړې چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د منځني ختیځ لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سټيو وېټکوف سره کتلي دي.

ایرنا دولتي خبري اژانس هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي له خولې ویلي چې دا خبرې د یوه قطري منځګړي له لارې شوې دي.

ښاغلي بقايي ویلي چې منځګړي د تهران شرطونه واشنګټن ته ورسول.

په دغو شرطونو کې یو دا هم یاد شوی چې ایران به هله د امریکا پر ضد په ټولو جبهو کې جګړه پای ته ورسوي چې امریکا خپل "تېريګر اقدامات" بند کړي.

ښاغلی وېټکوف چې د ملګرو ملتونو له وادنۍ په وتو و نو بي‌بي‌سي ترې وپوښتل چې ناسته یې څنګه وه؟ هغه د لاس موټي کولو او ترې د غټې ګوتې پورته نیولو په اشارې سره مثبت غبرګون وښود.

وروسته سټيو وېټکوف پرخپله اېکس‌پاڼه هم ومنله چې دا خبرې اترې "د منځګړو له لارې ترسره شوې چې ټوله ورځ د دواړو لورو ترمنځ تلل راتلل".

هغه که څه هم ډېر جزیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې، "د خبرو اترو یو پړاو په بریالیتوب سره بشپړ شو، موږ هیله‌من یو چې ګټور او هیله‌بښونکی ثابت شي. منځګړي به خپلې چارې روانې وساتي".

د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې څو ځله د دواړو لورو ترمنځ د پاکستان او قطر په ګډون د ځینو منځګړو په مرسته د جوړجاړي هڅې شوې دي خو تر اوسه بریالۍ نه برېښي.

تېره اوونۍ چین هم له دواړو لورو وغوښتل چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې وضعیت لا پېچلی کوي او د ستونزو د حل لپاره دې د خبرو اترو او ډېپلوماسۍ لار غوره کړي.