مصنوعي‌ ځیرکتیا د بیولوژیکي وسلو جوړولو کې مرسته کولی شي؟

د ویډیو تشریح، مصنوعي‌ ځیرکتیا د بیولوژیکي وسلو جوړولو کې مرسته کولی شي؟
مصنوعي‌ ځیرکتیا د بیولوژیکي وسلو جوړولو کې مرسته کولی شي؟
د خپرېدو وخت

د مصنوعي ځیرکتیا جوړوونکې چینایي کمپنۍ مون‌شاټ وروسته له هغه د داخلي ارزونې بهیر پیل کړی، چې څېړونکي وتوانېدل د دې شرکت دوه مشهور Kimi ماډلونه دې ته وهڅوي چې د بیولوژیکي وسلو د جوړولو او د وژنو د ترسره کولو په اړه معلومات ورکړي.

ماینډګارډ، چې د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونو امنیت ازمويي، بي‌بي‌سي ته ویلي چې دوی د جولای په میاشت کې وموندله چې Kimi K2.6 او K3 Swarm کولی شي د پراختیاکوونکو له خوا وضع شوي امنیتي محدودیتونه ناګار کړي.

دا موضوع د یوه بهیر په ترڅ کې رامنځته شوه چې "جېل‌برېکینګ"یا له امنیتي خنډونو تېرېدل بلل کېږي. په دې بهیر کې څېړونکي د پېچلو لارښوونو له یوې لړۍ کار اخلي، چې معلومه کړي ایا د مصنوعي ځیرکتیا وسیلې خپل امنیتي خنډونه له پامه غورځوي که نه.