لومړی اسټرالیا جوړ توغندی تر توغولو لږ وروسته وغورځېد

د ویډیو تشریح، د توغول شوي او ژر رالوېدلي توغندي شېبه وګورئ
لومړی اسټرالیا جوړ توغندی تر توغولو لږ وروسته وغورځېد
د خپرېدو وخت

لومړنی توغندی چې په اسټرالیا کې جوړ او ډیزان شوی و، له لومړۍ ازمایښتي توغونې ۱۴ ثانیې وروسته وغورځېد.

ویډیوګانې ښيي چې د ګېلمور فضايي ټکنالوژۍ له‌خوا توغول شوی "ایریس" توغندی له ځمکې پورته کېږي، خو بیا یې زور ختمېږي او رالوېږي.

وروسته سپین لوګی د شمالي کویینزلېنډ په Bowen Orbital Spaceport کې پورته کېږي.

ګېلمور فضايي ټکنالوژۍ دغه ازموینه د هېواد د فضايي وړتیا لپاره "یو ستر ګام" وباله.

شرکت په یوه لیکلي بیان کې تایید کړه چې هېڅوک ژوبل شوي نه دي او دویم توغول به تر شپږو - اتو میاشتو پورې ترسره شي.