کوټه کې پر اورګاډي چاودنې نږدې ۱۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې
کوټه کې پر اورګاډي چاودنې نږدې ۱۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې
د خپرېدو وخت
په کوټه کې له چمن پاټکه پر یوه تېرېدونکي اورګاډي درنه چاودنه شوې او عیني شاهدانو موټربم برید بللی دی.
ځايي چارواکو تر دې دمه په دې پېښه کې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو او ۷۰ نور د ټپي کېدو پخلی کړی.
دوی وايي په چاودنه کې د نیمه پوځي ملېشه ځواک (اېفسي) درې سرتېري هم وژل شوي دي.
د دې چاودنې مسوولیت د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بياېلاې) منلی او ادعا یې کړې چې دغه اورګاډي د کوټې د کېنټ پوځيان لېږدول.
۲۰۲۴ کال کې هم په بلوچستان کې د اورګاډي یوه تمځای کې پر پوځیانو ځانمرګي برید کې ۲۶ کسان وژل شوي وو.



