هغه کلی چې د واده لپاره د نجونو نه موندل ځوانان ځانوژنې ته اړباسي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

د هند د پولیسو د معلوماتو له مخې، د جلګاون ولسوالۍ کې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د جون تر ۳۰مې پورې، په شپږو میاشتو کې ۳۸۳ نارینه وو ځان وژنه کړې ده.

د پولیسو په وینا، د ځان وژنې لاملونه بې واده پاتې کېدل، په نشه يي توکو روږديتوب، خپګان، کورني ستونزې او پورونه وو. په ۲۹ پېښو کې د مېړه او مېرمنې ترمنځ اختلافات هم یو لامل بلل شوی دی.

له دې وروسته په جلګاون کې دا خبره ډېره اورېدل کېږي، چې"اوس مهال هلکانو ته نجونې نه پیدا کېږي. " خو د سیمې له ځوانانو، کورنیو، ښځو او کارپوهانو سره د خبرو پر مهال څرګنده شوه، چې موضوع یوازې د نجونو د کمښت نه ده.

د واده په برخه کې دنده، ځمکه، ذات، کورنۍ مسؤلیتونه، نورو سیمو ته کډه کول او د ښځو او نارینه وو بدلېدونکې هیلې او غوښتنې هم مهم رول لري.

"واده باید په مناسب عمر کې وشي"

په جلګاون کې زموږ لیدنه له وشال پاټیل سره وشوه، چې ۳۰ کلن دی. هغه پروفیسور دی او د واده په اړه یې نظر د کلي د نورو ځوانانو له نظرونو سره ډېر توپیر نه لري.

هغه وایي: "زما مور او پلار هم غوښتل، چې زه واده وکړم، خو ما دا کار د یو څه مودې لپاره ځنډولی دی. زه غواړم پر خپل مسلک تمرکز وکړم. لومړی غواړم مالي خپلواکي ترلاسه کړم او کله چې داسې نجلۍ پیدا شي، چې ما درک کړي او زما همفکره وي، نو بیا به واده وکړم. "

خو ټولنې د واده لپاره یو ټاکلی عمر ټاکلی دی.

د وشال په وینا: "په هندي ټولنه کې باید د ۲۴، ۲۵ یا ۲۶ کلنۍ پورې واده وشي، یا ډېر تر ډېره تر ۲۸ یا ۲۹ کلنۍ پورې خو که عمر له ۳۰ کلونو واوړي، خلک درته په بل نظر ګوري. "

د هغه په وینا، دا فشار یوازې تر واده نه کولو پورې محدود نه وي، بلکې ورو ورو دا احساس هم پیدا کېږي، چې که څوک واده نه کوي، نو ګواکې په هغه کې کومه نیمګړتیا شته.

د رواني روغتیا کارپوه مکیش وایي، کله چې واده له عزت او بریا سره وتړل شي، نو ځینې ځوانان بې واده پاتې کېدل خپله شخصي ناکامي ګڼي.

د جلګاون د پولیسو د شمېرو له مخې، په ۲۹ ځان وژنو کې بې واده پاتې کېدل یو لامل و، خو پولیس دا د دغو ځانوژنو یوازېنی علت نه ګڼي.

په نشه يي توکو روږديتوب، خپګان، کورنی فشار او پورونه هم عامې ستونزې دي او د ځانوژنو له نورو لاملونو شمېرل کېږي.

خو که دا وپوهېږو، چې ولې ځینې ځوانان واده نه شي کولی، نو د دغو شمېرو یو بل اړخ هم څرګندېږي.

"په مهاراشټرا کې د بې واده نجونو په پرتله بې واده نارینه ډېر دي"

د مهاراشټرا احصایې د دې ستونزې بل اړخ هم څرګندوي

د ۲۰۱۹–۲۰۲۱ کلونو د کورنۍ روغتیا ملي سروې له مخې، په مهاراشټرا کې د ۲۰ تر ۴۹ کلونو عمر لرونکو ښځو شاوخوا ۱۱ سلنه بې واده وې، په داسې حال کې، چې د نارینه وو دا کچه نږدې ۳۰ سلنه وه.

مانا دا چې په مهاراشټرا کې د بې واده نارینه وو شمېر د ښځو پرتله ډېر لوړ دی. خو ایا یوازې د نجونو کمښت یې لامل دی؟

په جلګاون کې د کوستب پوتدار پېښه ښيي، چې دا ستونزه څومره جدي کېدای شي.

کوستب د بي فارمسي زدکړې تر بشپړولو وروسته د ناسک په یوه خصوصي شرکت کې دنده ترسره کوله. د خپلې مور له مړینې وروسته یې د واده لپاره د نجلۍ لټون پیل کړ.

د هغه د کورنۍ په وینا، په ګڼو ځایونو کې ځکه رد شو، چې دولتي دنده یې نه لرله، خپل کور یې نه درلود او اړ و چې له خپل زوړ پلار سره ژوند وکړي. هغه د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې ځان وژنه وکړه.

د کوستب د تجربې پر بنسټ دا نه شو ویلای، چې هر ځوان له همدې ډول شرایطو سره مخ دی، خو د هغه پېښه دا څرګندوي چې د واده په موضوع کې مالي ثبات او کورني شرایط ډېر مهم شوي دي.

په جلګاون کې زموږ لیدنه له یوې زړې مېرمنې سره وشوه. هغې وویل، چې زوی یې اوس ۴۰ کلن شوی دی. هغه له څو کلونو راهیسې د هغه لپاره نجلۍ لټوي، خو له دې چې په بېلابېلو ځایونو کې یې وړاندیزونه رد شوي، اوس خپله د هغه لپاره یو پخې کور جوړوي.

هغې وویل:" که موږ کور جوړ کړو، نو نجلۍ به پیدا کړو. " دا خبره یې په داسې حال کې وکړه چې ډېره وېرېدلې ښکارېده.

د هغې په خبرو کې یوازې د زوی د نه واده کېدو اندېښنه نه وه، بلکې تر دې هم لویه ناهیلي دا وه چې د څو کلونو له هڅو سره سره هم حالات نه دي بدل شوي.

د مهاراشټرا په کلیوالو سیمو کې د واده بدلېدونکي رجحانات

د څېړونکو مایور کدوپلې او جویل کابیلیون د مهاراشټرا د کلیوالو سیمو په اړه څېړنې ښيي، چې د واده دودونه او رجحانات په چټکۍ سره بدلېږي. د دوی په وینا، ځمکه، زده کړې، ذات او عمر لا هم په کلیوالو سیمو کې د ژوند د ملګري د ټاکلو مهم عوامل دي.

څېړونکی مایور کدوپلې وایي: "پخوا به د نجلۍ پلار دا کتل چې هلک څومره ځمکه لري، خو اوس تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا هلک دنده لري که نه. "

د هغه په وینا، کلیوالي ژوند او شرایط په چټکۍ سره بدلېږي، خو د خلکو د واده په اړه هیلې او تمې په هماغه اندازه نه دي بدلې شوې. پخوا ځمکه د مالي او ټولنیز ثبات نښه وه، خو اوس یې ځای ثابت عاید، دنده، په ښار کې د اوسېدو امکان او خپل کور نیولی دی.

د ذات اغېز لا هم شته

د واده په برخه کې ذات لا هم یوه لویه ستونزه او خنډ ګڼل کېږي.

مایور کدوپلې وایي، چې ذات او فرعي ذاتونه د انتخاب ساحه محدودوي او خلک عموماً د خپل ذات او فرعي ذات دننه د واده لپاره هلک یا نجلۍ لټوي.

د جنسیتي برابرۍ کارپوهه درشنا پوار وایي: "په دې وضعیت کې یو تناقض هم شته. " د هغې په وینا، یو هلک ښايي د اړتیا له مخې له هر ذات څخه د یوې نجلۍ سره واده ته چمتو وي، خو پوښتنه دا ده چې ایا د واده وروسته به د هغه کورنۍ رښتیا هم دا نجلۍ، د هغې مور او پلار او خپلوان ومني؟

هغې زیاتوي: "ځینې نارینه ښايي د ټیټ ګڼل شوي ذات نجلۍ ومني، خو د خپل ځان څخه د لوړ ذات، په ځانګړي ډول د بېوزلې کورنۍ نجلۍ منلو ته دومره چمتو نه وي. "

یعنې، د واده په چارو کې ذات له منځه نه دی تللی، بلکې یوازې یې بڼه بدله شوې ده.

د ښځو هیلې او تمې څه دي؟

په جلګاون کې له ډېرو نارینه وو سره د خبرو پر مهال دا شکایت بیا بیا واورېدل شو چې "د نجونو تمې ډېرې شوې دي. "

د هغوی په وینا، نجونې داسې مېړه غواړي چې دنده، په ښار کې کور او مالي ثبات ولري.

خو له ښځو سره د خبرو پر مهال انځور لږ توپیر درلود. د ۲۰ څخه تر ۲۲ کلونو یوې ځوانې ښځې وویل چې هغه غواړي راتلونکی مېړه یې پر خپلو پښو ولاړ وي او لږ تر لږه دومره عاید ولري، چې خپل لګښتونه پوره کړای شي.

خو په بله ورځ د هغې کورنۍ غوښتنه وکړه، چې دا مرکه خپره نه شي، او له همدې امله مرکه لرې شوه.

دا څرګندوي، چې د ښځو هیلې او تمې بېشکه بدلې شوې دي، خو لا هم هره ښځه دا ازادي نه لري چې خپلې غوښتنې په ښکاره بیان کړي.

د درشنا پوار په وینا: "له مېړه سره خبرې کول، ورسره بهر تلل او یو ځای وخت تېرول غیرعادي غوښتنې نه دي، بلکې بنسټیزې او پر ځای هیلې دي. ښځې اوس دغو غوښتنو ته زیات اهمیت ورکوي. "

په جلګاون کې د واده د ستونزې په اړه د خبرو پر مهال لا هم ډېری نارینه ښځې مسؤلې ګڼي.

د مایور کدوپلې په څېړنه کې هم د کلیوالو نارینه وو له خوا د ښځو د بدلېدونکو خوښو او غوښتنو په اړه ورته شکایتونه ثبت شوي دي. خو د څېړنې له مخې، دا بدلون یوازې د ښځو د غوښتنو د بدلون پایله نه ده، بلکې د کرنې کمزوري کېدل، بې‌روزګاري، زدکړې، ذات او د ټولنیز حیثیت د تصور بدلون هم مهم عوامل دي.

نو په دې ټول بهیر کې نارینه چېرته ولاړ دي؟

د جلګاون په کلیو کې چې کله د واده موضوع راپورته شوه، د ډېرو ځوانانو لهجه بدله شوه. ځینې یې د کمرې مخې ته خبرو ته چمتو نه وو. یوه ځوان په ښکاره وویل: "که زه د کمرې مخې ته د خپل ځان په اړه خبرې وکړم، نو بیا به له ما سره څوک واده وکړي؟"

اوس ډېرو کورنیو پر خپلو اولادونو د واده لپاره فشار کم کړی دی، ځکه چې له کلونو هڅو وروسته یې د واده هیله تقریباً له لاسه ورکړې ده.

خو ځینې کورنۍ لا هم کورونه جوړوي، ځمکې اخلي او یا هم د خپلې مالي وضعې د ښه کولو هڅه کوي، څو د خپلو اولادونو د واده لپاره زمینه برابره کړي.

ډېری کورنۍ اوس د واده د منځګړو کسانو مرسته اخلي. د ځینو والدینو په وینا، د واده په نوم د درغلۍ پېښې هم زیاتې شوې دي.

ځینې خلک د واده لپاره د مناسبې نجلۍ د موندلو په موخه د مهاراشټرا بېلابېلو سیمو ته سفر کوي، او ځینې کورنۍ خو د نجلۍ د رشتې په بدل کې د پیسو ورکولو ته هم چمتو دي.

نن سبا د واده لپاره د رشتې لټون یوازې د خپلوانو تر منځ نه محدودېږي، بلکې د منځګړو کسانو، مالي راکړې ورکړې او لرې پرتو ولسوالیو پورې غځېدلی دی.

د نجونو له وژنې د واده د بنسټ تر بدلون پورې

د درشنا پوار په وینا: "په تېرو څو لسیزو کې له زېږون مخکې د نجونو په پراخه کچه وژلو اغېزې اوس په هغه نسل کې په څرګنده توګه لیدل کېږي چې د واده عمر ته رسېدلی دی. "

هغې وایي: "نن هغه نارینه چې عمرونه یې د ۳۰ او ۳۵ کلونو ترمنځ دي او د واده لپاره ژوند ملګرې نه شي موندلی، په حقیقت کې د هماغه دورې نسل دی چې د دوی د زېږېدو پر مهال ګڼ شمېر نجونې لا د مور په رحم کې وژل کېدې. خو د نجونو د شمېر کمښت دا معنا نه لري چې اوس د واده د پرېکړې بشپړ واک د ښځو په لاس کې دی. "

د مایور کدوپلې او جویل کابیلیون د یوې څېړنې له مخې، که څه هم د ښځو د انتخاب حق تر یوه بریده زیات شوی، خو لا هم د کورنۍ، ذات او ټولنیز فشار تر اغېز لاندې محدود پاتې دی.

له بلې خوا، نارینه هم هڅه کوي، چې د کار، عاید، ذات، د کورنۍ د هیلو او د واده په بنسټ کې د رامنځته شوو بدلونونو ترمنځ خپل ځای ومومي.

وشال پاټیل وایي: "واده د ژوند ټول مفهوم نه دی. " د جلګاون د هغو ۲۹ ځان وژنو د درک لپاره ښايي تر ټولو لومړی همدا خبره په پام کې ونیول شي.

ځکه چې په دغو ۲۹ ځان وژنو کې د واده نه کېدل یو مهم لامل و، خو د جلګاون کیسه ښيي چې دا ستونزه یوازې د نجونو د کمښت مسئله نه ده، بلکې د بدلېدونکي اقتصاد، د ذاتي نظام، د ښځو د بدلېدونکو هیلو او د نارینه وو په اړه د ټولنیزو تمو په څېر له ګڼو پېچلو عواملو سره تړاو لري.