عائشه وهاب: کانګرس ته د یوې افغانې-امریکایۍ په توګه په بریا ویاړم
عائشه وهاب: کانګرس ته د یوې افغانې-امریکایۍ په توګه په بریا ویاړم
د خپرېدو وخت
عائشه وهاب له کلیفورنیا د امریکا د کانګرس ځانګړې ضمني ټاکنې وګټلې. هغه په دې توګه لومړنۍ افغانه-امریکایۍ شوه، چې د امریکا کانګرس ته لار مومي.
وهاب په ځانګړو ټاکنو کې د ملیسا هرناندز پر وړاندې بریالۍ شوه.
وهاب په ۲۰۱۸ کال کې د هیوارډ ښار د شورا څوکۍ په ګټلو سره په متحده ایالاتو کې لومړنۍ افغانامریکایۍ شوه چې عامه دولتي مقام ته انتخاب شوه. اوس به هغه په کانګرس کې د خدمت کوونکې لومړنۍ افغانامریکایۍ وي.
وهاب اسوشیټډ پرېس ته وویل: "زه ډېره ویاړم چې لومړنۍ افغانامریکایۍ یم چې کانګرس ته انتخاب شوې یم."



