هند افغانستان ته ټېسټ لوبه کې لوی توپیر سره ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند او افغانستان تر منځ په نیو چندیګړ کې پر دوشنبه د کرېکټ یوازینۍ ټیسټ لوبه هند لوبډلې د اننګز او ۳۰۰ منډو په خورا لوی توپیر سره وګټله.
د افغانستان او هند تر منځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې په درېيمه ورځ هم لکه د لومړۍ او دويمې هغې هند برلاسی و.
د هند لوبډلې له لوري د ۵۶۴ منډو هدف ته د رسېدو لپاره افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو وېکټو له لاسه ورکولو وروسته یواځې ۱۵۲ او په دویمه هغه کې یواځې د ۱۱۲ منډو په جوړولو وتوانېده.
په دومره لوی توپیر سره دا تر اوسه پورې په ټېسټ کرېکټ کې د هند تر ټولو لویه بریا ده.
تر دې وړاندې د هند تر ټولو لویه بریا په ۲۰۱۸ کال کې په راجکوټ ښار کې د ویسټ انډیز پر وړاندې د یوې پاڼۍ او ۲۷۲ منډو په توپیر وه.
نوي لوبغاړي مناو ستهر او محمد سراج په دویمه پاڼۍ کې یوه یوه ویکټ واخیست. هندي لوبغاړي مانو ستهر، چې لومړی ځل یې ټیسټ لوبه کې ګډون کړی، د افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې شپږ وېکټې واخیستې او له نننۍ یوې وېکټې سره یې د ټولټال وېکټو شمېر ۷ ته ورسېد.
د افغانستان له لوري محمد سلیم ساپي په دې ټېسټ لوبه کې غوره توپ اچوونه وکړه، په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۲۷ اوورونه وکړل او په هر اور کې یې د ۵.۱۸ منډو په ورکولو سره د ۱۴۰ منډو په بدل کې ۶ وېکټې ترلاسه کړې.
په پام کې ده، چې د افغانستان او هند تر منځ به درې یوه ورځنۍ لوبې د هند په دهرمساله، لکهنوو او چنايي ښارونو کې د روانې جون میاشتې پر ۱۴، ۱۷ او ۲۰نېټو ترسره کېږي.
له دې مخکې هند لوبډلې د درېيمې ورځ په پيل کې د عظمت الله عمرزي وېکټه په صفر او د شرف الدين اشرف په ۱۱ منډو واخيسته.
د افغانستان توپوهونکی رحت شاه زرمتی بيا د پنځوسيزې له بشپړولو وروسته په ۶۰ منډو وسوځېد. له ده وروسته محمد سليم په صفر او ضيا الرحمن په شپږو منډو وسوځېدل.
په لومړۍ پاڼې کې د هند مانو سوتر شپږ، پرسېد کرېشنا دری او واشنګټن سوندر يوه وېکټه واخيسته.
دا چې افغانستان ونشوی کړی د هند د منډو نيمايي پوره کړي اوس به بيا په منډو جوړولو پيل کوي.
د ویمې ورځ تر پایه افغانستان ۱۱۳ منډې کړې وې او پنځه مهم او د سر لوبغاړي یې له کومو ډېرو منډو جوړولو پرته اوټ شول.
د افغان لوبډلې د پیل لومړی توپووهنکی عبدالمالک له ۱۶ او ورپسې صدیق اتل په ۱۷ منډو وسوځېدل. په داسې حال کې چې د افغانستان منډې ۶۳ ته رسېدلې وې د افغانستان تکړه توپ وهونکی رحمان الله ګوربز چې د ډېرو ترې په دغې لوبه کې د ښه بېټېنګ تمه کېده له ۱۲ منډو جوړولو وروسته کېچ اوټ شو.
په دوی پسې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د افغانستان پر منډو ۲۰ نورې ور اضافه کړې او اوټ شو. افسر ځاځی د ۲۶ توپونو له لوبولو وروسته په دریو منډو وسوځېد او له دې سره د افغانستان نیمایي لوبډله یوازې څو د پاسه په سلو منډو وسوځېده.
په دویمه ورځ ټول ټال پنځه هندي او پنځه افغان لوبغاړي اوټ شول، د هند د پیاوړي بالرانو تر څنګ داسې برېښېده چې نن پر وېشتنځای ښه بال کېده، د هند د بالرانو تر څنګ افغان لوبډلې په ځانګړي ډول چټک توپ اچوونکي محمد سلیم ساپي هم د لومړۍ ورځې پرتله د یکشنبې پر ورځ ښه توپ اچوونه وکړه.
نوموړي د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷ اورونه وکړل او شپږ هندي لوبغاړي یې وسوځول. دی دریم داسې افغان لوبغاړی شو چې د ټېسټ لوبې په یوه پاڼۍ کې پنځه یا له هغې ډېر لوبغاړي سوځوي.
د دغې ټېسټ لوبې پر لومړۍ ورځ ورځ هند د دريیو لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۸ منډې کړې وې خو په دویمه ورځ یې د پنځو نورو لوبغاړو په زیان او پر خپلو منډو ۱۹۶ منډې ور اضافه کړې.
د اتو وېکټو له مجموعي زیان او ۵۶۴ منډو جوړولو ورسته هند خپله پاڼۍ ودروله او ورپسې افغانستان توپوهنه پیل کړه.

د عکس سرچینه، ACB
په توپ اچوونه کې بیا د افغان لوبډلې په ګټه محمد سلیم ساپي ۶، ضیاءالرحمن شریفي او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د تېرې ورځې حال

د عکس سرچینه، Getty Images
د لوبې پچه هند ګټلې وه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه. هندۍ لوبډلې د ټېسټ لوبې پر لومړۍ ورځ د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۶۸ منډې جوړې کړې وې. هند لومړي وېکټه د دهورو جيورېل په ۴۱ منډو د محمد سليم په توپ له لاسه ورکړه. دويمه وېکټه یې بيا په ۱۸۰ او درېيمه په ۲۴۷ منډو وبايلله. د لوبې په دویمه ورځ یې د شوبمنل ګېل، رېشب پنټ او ډهورو جورېل وېکټې له لاسه ورکړې.
د هند لپاره کې اېل راهول سليزه ووهله او د ضيا الرحمن په توپ وسوځېد. د ده تر څنګ سای سودرشن ۸۱ منډې وکړې او محمد سليم اوټ کړ.
د هند لوبډلمشر شوبمن ګېل ۱۲۶ منډې وکړې او د سلیم ساپي پر بال کېچ اوټ شو، رېشب پنټ بيا له ۸۱ منډو جوړولو وروسته د حشمت الله شهیدي پر بال چې عظمت الله عمرزي یې کچې ونیو اوټ شو.
د افغانستان او هند دغه ټېسټ لوبه د هند په نيو چنديګړ کې ترسره کېږي.
افغان لوبډله د نوي مشر کوچ ریچارډ پیبوس په مشرتابه لومړنۍ لوبه کوي او الراونډر ننګیال خروټي ته لومړی ځل په ټیسټ لوبه کې د لوبیدو فرصت ورکړل شوی.
د یادونې ده، چې هند لوبډله له افغان سیالانو سره دا ټیسټ لوبه د هند غوره لیګ (ای پي ایل) سیالیو له پای ته رسېدو ایله شپږ وروسته کوي او د راجستان مانو سوتهر ته لومړی ځل په ټیسټ لوبه کې د لوبېدو موکه ورکړل شوې ده.

د عکس سرچینه، ACB
صدیق الله اتل، رحمان الله ګوربز، عبدالمالک، رحمت شاه، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، شرف الدین شرف، ننګیال خروټي (د افغانستان له لوري لومړی ځل ټیسټ لوبه کې ګډون کوي)، ضیا الرحمان او محمد سلیم ساپی د افغانستان له لوري او یاشاسوي جیسوال، کې ایل راهول، سای سدرسن، ریشب پنت، دروف جوریل، واشنګټن سندر، ماناوف سوتار، کلدیپ یادېو، محمد سراج او پراسید کرشنا د هند له لوري د شبمن ګیل په لوبډلمشرۍ په نننۍ لوبه کې برخه درلوده.



















