تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند لوی درستیز لخوا له جغرافیې د پاکستان د ورکولو ګواښ؛ پاکستان وايي دا ډول پای به دوه اړخیز وی
د هند د لوی درستیز دا ګواښ چې پاکستان به د نړۍ له نقشې ورک کړي، د اسلام اباد له جدي غبرګون سره مخامخ شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، یوه خپلواک او د اټومي ځواک درلودونکي ګاونډي ته له نقشې د ورکولو ګواښ "د فکري وړتیا د نه درلودو، لیونتوب او جنګي جنون" ښودنه کوي.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر (ایاېسپيار) لخوا نن (یکشنبه) په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې "دا ډول جغرافیايي خاتمه به له شک پرته ټولیزه او متقابله وي."
په بیان کې زیاته شوې چې مسوول اټومي هېوادونه نورو ته ګواښ ورکولو پر ځای باید "د زغم، او هوښیارۍ" څرګندونه وکړي.
د شنبې پر ورځ د هند د پوځ په کلنۍ ملکي-پوځي غونډه (سینا سمواد ۲۰۲۶) کې د وینا پر مهال، د هند د پوځ له لوی درستیز وپوښتل شول چې که پاکستان داسې څه وکړي چې موږ (هند) بیا عملیاتو ترسره کولو ته اړ باسي، نو پاکستان ته به څنګه ځواب ورکول وي؟
جنرال اوپندر دویدي د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې "که پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ جاري وساتي او د هند په خلاف له کړنو لاس وانخلي، نو دا پرېکړه باید وکړي چې ایا د تاریخ او جغرافیې برخه پاتې کېدل غواړي که نه."
د پاکستان پوځ دغو څرګندونو ته په خپل غبرګون کې زیاته کړې چې پاکستان لا دمخه ثابته کړې چې "په نړیواله کچه یو اغیزناک هېواد، یو اعلان شوی اټومي ځواک او د سوېلي اسیا د جغرافیې او تاریخ یوه نه ختمېدونکې برخه ده."
د ایاېسپيار اعلامیه کې ویل شوي، د هند د لوی درستیز "دا څرګندونه ښيي چې د هند مشرتابه ان د اتو لسیزو له تېرېدو سره سره نه د پاکستان له موجودیت سره فکري جوړه کړې او نه یې هم سم درس اخیستی دی."
د هند پوځ تېر کال تر هغې وروسته پاکستان کې دننه څو ځایه بریدونه وکړل چې وسله والو د دوی تر واک لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې ۲۶ سیلانیان ووژل.
هند خپلو دغو عملیاتو ته "سندور" نوم ورکړ او ادعا یې وکړه چې پاکستان کې یې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي دي.
تر هغې وروسته د هند او پاکستان ترمنځ څو ورځنۍ جګړه پیل شوه چې دواړو خواو پکې د یو بل خلاف توغندي او هوايي ځواکونه وکارول.
پر دغې جګړې یوه کال اوړي او لا هم د دواړو هېوادونو ملکي او پوځي مشران د خپلې بریا ادعا کوي.
د هند د پوځ مشر نور څه ویلي؟
د هند د پوځ مشرتابه په کلنۍ ملکي-پوځي غونډه "سینا سمواد" کې له خلکو سره هېواد ته د ورپېښو کورنیو او بهرنیو ګواښونو او همدا راز د راتلونکو جګړو د تګلارو په اړه خبرې کړې دي.
د هند د پوځ مشر جنرال اوپندر دویدي سږکال په دې غونډه کې زیاته کړه چې په راتلونکو پوځي عملیاتو او ملي چمتووالي کې به د پوځ او ولس ترمنځ همغږي بنسټیز رول ولري.
نوموړي تور پورې کړ چې پاکستان له لسیزو راهیسې ترهګرو او جهادي ډلو ته پناه ورکړې او کله چې هند غبرګون ښيي، نو پاکستان ترې انکار کوي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان تل د هند د پوځ او ملکي مشرتابه دا ډول تورونه رد کړي دي.
جنرال دوېدي ویلي چې ټول ولس باید د اوسني عصر د جګړې او د ملي امنیت د تګلارو په تړاو یوه خوله او یو موټی وي.
دا لومړی ځل نه دی چې د هند د پوځ لوی درستیز د "سندور عملیاتو" په اړه څرګندونې کوي.
هغه تېر میاشت په یوه پوډکاسټ کې وویل، چې د هند پوځ د دغو عملیاتو پر مهال د لمانځه وختونو کې د برید نه کولو پرېکړه کړې وه.
جنرال دوېدي د بریدونو د وخت د انتخاب په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ د عملیاتو په جریان کې یو مهال دا ارزوله چې خپل اهداف څه وخت په نښه کړو."
هغه زیاته کړه، برید په دوه بجې، څلور بجې، یا بل هر وخت کېدای شو، "خو موږ دا یقیني کړه چې د توندلاور پر مرکزونو داسې وختونو کې برید ونه کړو، چې هلته خلک پر لمانځه ولاړ وي، ځکه د ټولو خدای یو دی."
د پاکستان او هند د مشرانو توند بیانونه
په تېر یوه کال کې د یو بل پر وړاندې د دواړو هېوادونو د ملکي او پوځي مشرتابه ژبې توندې شو او د هند د پوځ د لوی درستیز دا څرګندونې هم د همدې لړۍ برخه ګڼل کېږي.
تېره میاشت د هند دفاع وزیر راج ناتسنګ په یوه غونډه کې ګواښ کړی و چې سندور "عملیات لا پای ته نه دي رسېدلي... که د پاکستان له لوري هر ډول ناپاک اقدام وشي، نو زموږ پوځ به داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي چې هېڅکله به یې له یاده ونشي ایستلی."
د هند دفاع وزیر زیاته کړې وه، چې د پهلګام برید کې د ۲۶ ملکي وګړو وژل کېدل د هند پر "ټولنیز جوړښت او یووالي" برید و.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا دغو څرګندونو ته په ځواب کې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و چې پاکستان د سولې او سیمهییز ثبات غوښتونکی دی، خو د خپلې خپلواکۍ دفاع هم کوي.
تېر کال د هند دفاع وزیر راج نات سنګ ویلي وو: "د سند خاوره ښايي نن د هند برخه نه وي، خو له فرهنګي اړخه سند به تل د هند برخه وي. دا چې خبره د ځمکې ده، نو سرحدونه بدلېدلی شي؛ ښايي سبا سند بېرته د هند برخه وګرځي."
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په ځواب کې ویلي و، هند لپاره به ښه دا وي چې په خپل هېواد کې د کمزورو او لږکیو ټولنو امنیت تضمین کړي.
اسلام اباد زیاته کړې وه، هند دې له هغو خلکو سره حساب وکړي چې د دغو لږکیو خلاف تاوتریخوالي ته لمن وهي، او د مذهبي تعصب او د تاریخ تحریف پر بنسټ رامنځته شوې بېعدالتي دې پای ته ورسوي.