BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:44 گرينويچ 2007 ,22 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
عراق:امريکايي چورلکه ولويده١٤وژل شوي

بلک هاک چورلکه
تر اوسه لاڅرگنده نه ده چې الوتکه چيرته لويدلې ده خو د پيښې په اړه خپره شوې وينا وايي چې الوتکه په تکريت کې د نړيوالو ځواکونو شمالي مرکز ته روانه وه .
عراق کې د امريکا پوځ ويلي دي چې د سې شنبې او چارشنبې ترمنځ ددوى (black hawk ) ډ وله چورلکې د له منځه تللو له کبله ددوى ١٤ تنه سرتيري وژل شوي دي .

چارواکو وويل چې د عراق په شمال کې ددغې چورلکې د راپرځيدو لامل په الوتکه کې تخنيکي ستونزې وې او ددې هيڅ امکانات نشته چې دا به په نښه شوې وي .

دا د روان کال د جنورۍپه مياشت کې ددياله د ولايت په يوه اړونده سيمه کې د ورته امريکايي الوتکې له راپرځيدو وروسته ترگردو لويه پيښه ده .

خو په عراق کې د چورلکې د پرځيدو تر گردو لويه پيښه په ٢٠٠٥ کال وشوه هغه مهال چې له اردون سره پر پوله يوه چورلکه راولويده او ديرش تنه امريکايي سمندري سرتيري يې ووژل .

پوځي چارواکي وايي د چارشنبې سهار وختي دوه balck hawkډوله الوتکو په روان ماموريت کې د ونډې د اخيستلو لپاره الوتنې پيل کړې وې .

هغه الوتکه چې له منځه تلې ده ١٤ تنه په کې سپاره وو چې څلور يې د الوتکې عمله او پاتې کسان يې دمرستندويه ځواکونو سرتيري وو .

که څه هم د لومړنيو راپورونو له مخې دغه پيښه د تخنيکي ستونزو له امله رامنځته شوې ده خو له دې سره سره د امريکا پوځ وايي چې پلټنې يې پيل کړي دي .

تر اوسه لاڅرگنده نه ده چې الوتکه چيرته لويدلې ده خو د پيښې په اړه خپره شوې وينا وايي چې الوتکه په تکريت کې د نړيوالو ځواکونو شمالي مرکز ته روانه وه .

په بغداد کې د بي بي سي خبريال وايي چې د پنځه کلونو راهيسې د چورلکو د لويدولو پيښې ښيي چې دغه الوتکې د امريکايي ځواکونو ډيره اړتياپوره کوي او دا چې دغه الوتکې ډيرې د باور وړ نه دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
عراق کې درنه جگړه روانه ده
24 جنوري, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت