نصرت فتح علي خان څنګه له یوه زیارته د قوالۍ تر پاچاهۍ ورسېد؟

نصرت فتح علي خان له ماشومتوبه له موسیقۍ سره مینه وه او په لس کلنۍ کې په تبله وهلو کې سم ماهر شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نصرت فتح علي خان له ماشومتوبه له موسیقۍ سره مینه وه او په لس کلنۍ کې په تبله وهلو کې سم ماهر شو.

په ۱۹۶۰ لسیزه کې د پاکستان د فیصل اباد پر یوه مزار به یوه کم عمره هلک نعت ډوله او عارفانه شعرونه ویل. دغه مزار د پنجابي ژبې د صوفي شاعر محمد بخش لسوړي شاه و او هغه ماشوم نصرت و چې وروسته په نصرت فتح علي خان مشهور شو.

خو هغه مهال د چا په خوا او خاطر کې هم دا خبره نه ګرځېدله چې یو وخت به دی د موسیقۍ د "قوالۍ پاچا" شي.

په اصل کې د ده کورنۍ له قوالۍ ویلو سره بلده وه، نو که زړه یې وي او که نه، د ده غوندې زلمکیو ته له ماشومتوبه سُر او لۍ ورښودل کېږي.

خو دی له سُرونو سره داسې بلد او پکې پوخ و چې اورېدونکی به يې د غږ تر اغېز لاندې راته.

د نصرت فتح علي خان کورنۍ له هند پاکستان ته کډه شوې وه.

د ده کورنۍ د پاکستان تر جوړېدو مخکې پټيالې ته د هند له جالندر ښاره کډه شوې وه.

خو هغه مهال چا نصرت نه پېژانده، یوازې دومره پوهېدل چې د هغه مهال د وتلي قوال استاد فتح علي خان زوی دی.

د ۱۹۶۰ کلونو په لومړیو کې ده د پلار تر مرګ وروسته له خپل تره استاد مبارک علي خان او استاد سلامت علي خان د موسیقۍ زده کړه پيل کړه.

د ۱۹۷۰ په لسیزه کې چې استاد مبارک علي خان هم وفات شو نو د کورنۍ مشري ده ته ورپه غاړه شوه.

د پاکستان د فیصل اباد په مشهور بازار جنګ کې د یوه صوفي شاعر له درباره د خپل هنري سفر پر دغه پېلوونکي نصرت د میا رحمت سترګې ولګېدې.

میا رحمت په دغه ښار کې د ګراموفون هټۍ درلوده. هغه به د موسیقۍ پروګرامونه ثبتول او د نصرت پلار استاد فتح علي خان سره يې هم کار کړی و.

په فیصل اباد کې د صوفي شاعر محمد بخش لسوړي شاه مزار

د عکس سرچینه، Abdul Majid

د عکس تشریح، په فیصل اباد کې د صوفي شاعر محمد بخش لسوړي شاه مزار

د میا رحمت زوی میا اسد د نصرت په اړه وايي چې ډېرې خاطرې يې ورپورې غوټه دي ځکه چې له اوږدې مودې یانې له ۱۹۶۰ کلونو راهیسې پېژندګلي ورسره لري.

میا اسد وايي، نصرت تر قوالۍ ویلو مخکې د تبلې وهل زده کړل او ډېر پکې ماهر و.

هغه يې له خپل پلاره یوه اورېدلې خاطره بیانوي او وايي، 'نصرت به لس یوولس کلن و. د ښادۍ په یوه محفل کې تبله چي ته اړتیا شوه او له نصرت غوښتنه وشوه چې دی به تبله ووهي. هلته ده د خپلو ګوتو هنر داسې ښکاره کړ چې سندرغاړی ستړی شو خو نصرت ستړی نه شو او پر اورېدونکو يې سم جادو وکړ'.

ښاغلی اسد وايي، پلار يې د ۱۹۷۰ کلونو په پای کې نصرت خپلې سټوډيو ته راوست او هلته يې څو قوالۍ او غزلونه ثبت کړل. په خبره يې، له دې سره هغه مخکې لاړ او په مشهورېدو شو.

میا اسد وايي، نصرت علي خان د ده د پلار یاني په رحمت ګراموفون سټوډیو کې د موسیقۍ تر سلو ډېر البمونه ثبت کړي او خپاره کړي دي خو په منځ کې يې 'یادا وېچړې سجن دیا' او 'علي مولا، علي مولا' سندرې د نړۍ په کچه ډېرې مشهورې شوې.

د نصرت ځانګړې څوکۍ

نصرت فتح علي خان

د عکس سرچینه، Mian Asad/Rehmat Gramophone

د رحمت ګراموفون څښتن میا اسد وايي، نصرت یې له پلار سره ډېره جوړه وه او دواړه د خبرو اترو شوقيان وو نو نصرت به ډېر کله هسې هم د دوی دوکان ته ورته.

'هغه چاغ و نو ډېره موده په کېناستلو په عذابېده نو ځکه مې مشر ورور هغه ته یوه ځانګړې صوفه جوړه کړه چې ارام پرې ناست وي'.

تل به یې ریاضت یا تمرین کاوه

د نصرت فتح علي خان یو نږدې ملګری او شاګرد الیاس حسین وايي، 'که خان صاحب به په کوم هېواد کې هر څومره اوږده محفل کې هم ګډون کړی و خو چې بېرته به کوټې ته راستون شو نو موږ ته به يې ویل چې هغه زما هارمونیم باجه خو زما کوټه کې کېږدئ. کله به چې موږ خپل خوب پوره کولو نه وروسته راويښ شوو نو دی به مو لیده چې ریاضت کوي'.

د الیاس حسین په خبره، 'د خوب پر مهال به يې په بستره کې هم له ځان سره هارمونیم ايښی و او وېده شوی به و. یوه ګوته به يې هم پر باجه ايښې وه'.

'که په الوتکه کې به هارموینم نه و نو پرخپله سينه او خېټه به يې په ګوتو سره تمرین کاوه'.

'ته خبر يې چې هغه څوک دی؟'

میا اسد د نصرت فتح علي خان صفت کوي او وايي، 'هغه ډېر خاکسار انسان و، ډېر مخلص او نورو ته عزت ورکوونکی، وفاداره سړی و'.

د ښاغلي اسد په خبره، د نصرت له مشهورېدو سره د رحمت ګراموفون کارونه هم ډېر ښه شول او ورسره راپورته شو.

دی د نصرت فتح علي خان د عاجزۍ یوه کیسه کوي چې، 'د ۱۹۹۰ په لسیزه کې چې خورا مشهور شوی نو پلار او مشر ورور یې لاهور ته د هغه لیدو ته ورغلل'.

'هغه مهال یوه بهرني پلاوي له ده سره ناسته درلوده، نو کارکوونکو يې زما پلار او ورور په انتظارخونه کې کېنولي وو چې شاوخوا یو ساعت هماغلته ناست وو. خو چې کله نصرت خبر شو نو سملاسي له بهرنيو کسانو سره له ناستې راپاڅېد، پښې لوڅی بهر راغی او زما پلار او ورور یې له ځان سره دننه بوتلل. هغه خپل کارکوونکي پوښتلي وو چې تاسې پوهېږئ، دا څوک دي؟'.

پر ځمکه کېناستونکي خلک د پېسو حرص نه لري

نصرت فتح علي خان

د عکس سرچینه، Getty Images

میا اسد وايي، نصرت فتح علي خان د ځينو نورو هنرمنانو غوندې د پېسو حرص نه درلود. 'هغه مهال چې دی بيخي ډېر مشهور و، که زما پلار کوم ځای کې د پروګرام په اړه ورته ویل نو هغه هېڅکله د پېسو پوښتنه نه ده کړې او نه يې هم غوښتې دي.

بس غلی به ناست و او هنر به يې وړاندې کاوه'.

الیاس حسین هم وايي، 'زما استاد یو دروېش سړی و، د هغه تر څنګ پاتې کېدو سره هم ما حس نه کړل چې هغه څومره یو لوی انسان دی. که چا به ورته وویل نو په ډېر ارام به پر ځمکه کېناست'.

له نورو هنرمنانو او همکارانو سره د هغه چلند

د نصرت فتح علي خان ښه اخلاق يوازې تر خپلو مینه والو او نورو شخصیتونو نه وو بلکې ده به له خپلو همکارانو او موسیقۍ غږوونکو سره هم ډېر ښه چلند کاوه.

میا اسد وايي، 'هغه به د قوالۍ هر محفل ته تر ټاکلي وخت دوه درې ساعته مخکې راته خو نورې ډلې به يې ځنډ کاوه او دی به ورته په تمه و. د هغوی په دې کار خپه کېده خو هېڅکله مې نه دي لیدلي چې هغوی ته یې څه ویلي وي'.

خو الیاس حسین وايي، 'یوازې په کور کې د موسیقۍ د تمرین پر مهال به يې بیا ویل چې همدلته مو غلطۍ سمې کړئ، ښه ډېر ریاضت وکړئ خو د خلکو په مخکې باید سهوه نه شو. نو هېڅکله يې په کوم محفل کې یا د ثبت پر مهال څوک نه دي بې عزته کړي'.

د موسیقۍ سفر

نصرت فتح علي خان د رنګ، نسل، مذهب او ژبې له بنده موسیقي راوویستله او یو داسې ځانګړی رنګ يې ورکړ چې نن يې ډېر د سندرو او قوالیو مینه وال دي.

په اسیا، اروپا، امریکا او هر ځای کې هغه د موسیقۍ د بې تاجه پاچا او د قوالۍ د شاه په توګه پېژندل کېږي.

الیاس حسین وايي، چې 'پر نصرت فتح علي خان به صوفیانه کلام داسې اغېز کاوه چې هغه به د وجد حالت ته ورسېد او د الله د ثنا پر مهال به يې سترګې نمجنې شوې'.

دی وايي، د نصرت فتح علي خان د 'مست قلندر'، 'الله هو، الله هو ' او 'حق علي علي' کلامونه دومره خوښېدل چې کله به يې بلل نو بې اختیاره به يې ژړل.

په خبره يې، په اروپا کې هم د هغه ګڼ شاګردان شته.

پنځوس ساعته ثبت

د رحمت ګراموفون د څښتن میا رحمت زوی اسد ادعا کوي چې اوس هم د نصرت فتح علي خان د سندرو داسې پنځوس ساعته ثبت یا ریکارډېنګ لري چې تر اوسه بازار ته نه دی وتلی او نه هم خپور شوی.

دی وايي، د پلار او مشر ورور میا ارشد تر وفات وروسته رحمت ګراموفون وتړل شو او ټول څېزونه يې خوندي اېښودل شوي دي.

هغه دعوه کوي چې نن هم له دوی سره د نصرت فتح علي خان د قوالیو او سندرو یو پنځوس ساعته داسې بې جوړې ثبت شته چې تر اوسه بازار ته نه دی وتلی.

د سرګم سټوډيو جوړول

رحمت ګراموفون

د عکس سرچینه، Abdul Majid

د عکس تشریح، میا رحمت په فیصل اباد ښار کې د ګراموفون هټۍ درلوده

استاد نصرت فتح علي خان د ۱۹۹۰ لسیزې په پېل کې په لاهور کې د سرګم په نوم د سندرو د ثبتولو خپله سټوډيو جوړه کړه چې وروسته يې زیاتره سندرې هماغلته ثبت کړې.

الیاس حسین وايي، کله چې د هندي فلم 'کچې داګې" لپاره نصرت هند ته لاړ نو په هوټل کې يې د مینه والو او د فلمي ستورو اوږد کتار جوړ کړی و او هيما ماليني يې هم کتو ته ورغلې وه.

الیاس حسین د نصرت فتح علي خان هغه وروستی سفر یادوي چې انګلستان ته تللي وو:

'تر سفر مخکې يې د قوالۍ ټوله ډله سرګم سټوډيو ته راوغوښته او ورته ويې ويل: زه انګلستان ته روان یم، تر هغه وروسته امریکا ته ځم او تاسې سره به هم هغلته ګورم خو اوس زما صحت تر ډېره ښه نه وي. چې بېرته راشم نو له هند به امریکا جوړه کړو او هماغلته به پروګرام کوو'.

خو ښايي، دی نه پوهېده چې د هغه تر مړينې وروسته به ټوله نړۍ د هغه قواليو ته په خوند خوځېږي.

د نصرت فتح علي خان اولاد

د استاد نصرت فتح علي خان یوازينی اولاد د هغه لور ده چې ندا نصرت نومېږي او اوس په کاناډا کې ژوند کوي.

ندا نصرت وايي، دیارلس یا څوارلس کلنه به وه چې پلار يې وفات شو، 'که څه هم ما له هغه سره ډېر ژوند نه دی تېر کړی خو په ماشومتوب کې له هغه سره هماغه شپږ تېر کړي کلونه هم زما د ژوند لویه برخه ده'.

دا وايي، ویاړي چې خلک يې د یوه افسانه‌يي هنرمن د لور په توګه یادوي.