افغانستان کې سیلابونو ۱۳ کسان وژلي

افغانستان کې وروستیو سیلابونو ۱۳ کسان وژلي او ډېر کورونه او پراخې کرنیزې سیمې یې ویجاړې کړې دي.

د طالبانو حکومت کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ١٣ تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.

د طالبانو حکومتي چارواکو په خبره، یو شمېر کورونه او پراخې کرنيزې ځمکې هم اوبو لاندې کړې دي.

د افغانستان ملي تلویزیون، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، په یوه رپوټ کې وايي وردګو، لغمان، پکتیکا، خوست، ننګرهار، دایکنډي، غوراو کندهار ولایتونو کې د وروستیو ورځو سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دطبيعي پېښو پرضد د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وویل:" له بده مرغه زموږ ۱۳ تنه هېوادوال شهیدان او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه راز۵۶ کورونه یا په بشپړه ډول او یا هم یو څه وران شوي دي. د دې تر څنګ ۵۴ نورو کورونو ته زیان اوښتی دی. څو سړکونه او د درې زره جریبه کرنیزې ځمکې فصلونه او باغونه ویجاړ شوي دي."

طالب چارواکي وايي، د وروستيو سېلابونو له امله زيانمن شويو کسانو پر وخت د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، دوی له مرستندویه ادارو سره کار کوي، چې زیانمنو شویو ته لازمې مرستې ورسوي.

ښاغلي رحیمي وویل: "موږ په تېره یوه میاشت کې د مرستندویه بنسټونو په مرسته ۱۳ زره اړمنو او زیانمنو کورنیو ته خوراکي او نور اړین توکي رسولي دي ځینو سره نغدي مرستې هم شوې دي. "

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې راتلونکو ورځو کې به د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي.