کورونا وېروس: ټرمپ وایي د محدودیتونو لېرې کولو بشپړ واک لري

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي د هغو محدودیتونو د لرې کولو "بشپړ واک" لري چې په امریکا کې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره لګول شوي دي.

د نوموړي دا دریځ د امریکا د ایالتونو د والیانو او د دغه هېواد د اساسي قانون د کارپوهانو له نظر سره په ټکر کې دی.

ښاغلي ټرمپ په یوه خبري غونډه کې- چې له خبریالانو سره یې لفظي جنجال هم راغی- وویل:

"د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر د پرېکړو واک لري."

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د امریکا په ختیځ او لوېدیځ کې لس ولایتونه په کور پاتېدو د لګول شوي سخت محدودیت د نرمولو پر پلانونو غور کوي.

په متحده ایالتونو کې اوس د نړۍ تر بل هر هېواده د کورونا وېروس ډېرې مثبتې او د مړينې پېښې ثبت شوې دي.

د مثبتو پېښو شمېر له پنځه نیم لکو اوښتی او د مړو شمېر ۲۳ زره او ۶۰۸ ښودل شوی دی.

قانونپوهان څه وایي؟

قانونپوهان وايي ولسمشر دا واک نه لري چې د عامې روغتیا په برخه کې د ایالتونو د ځايي ادارو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، داسې یو پلان چمتو کوي چې له مخې به يې امریکا کې اقتصادي فعالیتونه بیا پيل شي.

دا فعالیتونه په پراخه کچه د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ټپه درول شوي دي.

د ټرمپ ادارې ویلي د راتلونکې مۍ میاشتې لومړنۍ نېټه د لګول شویو محدودیتونو د نرمولو لپاره مناسبه ده.

خو د امریکا په اساسي قانون کې راغلي چې ایالتونه د نظم او امنیت ساتلو مکلفیت لري.

کله چې خبریال له ښاغلي ټرمپ وپوښتل، ایا دی دا صلاحیت لري چې د ولایتي ادارو له خوا په کور پاتېدو پرېکړه ماته کړي، هغه وویل کله چې یو څوک د متحده ایالتونو ولسمشر شي نو بیا بشپړ واک لري.

هغه زیاته کړه:"دا بشپړ واک دی او د ایالتونو والیان په دې پوهیږي."

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل، په امریکا کې د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر په دې وروستیو کې ثابت پاتې شوی او دا په دې مانا ده چې د ټولنیز لرېوالي برخه کې هڅې بریالۍ دي.

سپینې ماڼۍ خلکو ته ویلي، رسټورانټونو ته دې نه ځي، له اړتیا پرته دې سفر نه کوي او په یوه ځای کې دي له لسو زیات کسان نه راټولیږي.

دا محدودیتونه د روانې اپریل میاشتې تر ۳۰ لګول شوي دي.

د امریکا په ۴۰ ایالتونو کې خلکو ته ویل شوي چې په کورونو کې پاتې شي.

ایالتونه څه غواړي؟

داسې ښکاري چې د ایالتونو والیان د اقتصادي فعالیتونو د بیا پيل پر مسله غور کوي او په دې اړه ولسمشر ټرمپ نه پوښتي.

په نیویارک، نیوجرسي،روډ ایلنډ، کنېکټېکټ، پنسلوانیا او ډېلاوېر کې چارواکو ژمنه کړې چې عادي ژوند ته د را ګرځېدو لپاره "ډېر حکیمانه لارې چارې" تعقیبوي، خو د دې لپاره یې کوم وخت نه دی ټاکلی.