پاکستان کې د اسیه بي بي خوشې کېدو خلاف احتجاجونه

د خپرېدو وخت

د پاکستان سترې محکمې له لوري د عیسوۍ مېرمنې اسیه بي بي خوشې کولو له امر وروسته د پاکستان یو شمېر ښارونو کې له پرون راهیسې احتجاجونه روان دي.

کراچۍ
د عکس تشریح، د سترې محکمې له پرېکړې وروسته د لبیک یا رسول الله تنظیم پلویانو ساحلي ښار کراچۍ کې مظاهره کړې.
لاهور
د عکس تشریح، د لاهور په ګډون د هېواد یو شمېر سیمو کې بازارونه تړلي وو
پنجاب کې د اطلاعاتو ایالتي وزیر فیاض الحسن چوهان بي بي سي سره خبرو کې تایید کړه، چې حکومت په سوله ییز ډول د احتجاج ختمولو لپاره له مظاهره کونکو سره خبرې کوي.
د عکس تشریح، پنجاب کې د اطلاعاتو ایالتي وزیر فیاض الحسن چوهان بي بي سي سره خبرو کې تایید کړه، چې حکومت په سوله ییز ډول د احتجاج ختمولو لپاره له مظاهره کونکو سره خبرې کوي.
فیاض الحسن چوهان وايي دوی هیله من دي، چې د پنجشنبې تر ماښامه به احتجاج پای ته ورسېږي. نوموړی وايي کېدای شي د اسیه بي بي نوم د هغو کسانو نوملړ کې شامل شي، چې له هېواده یې پر وتلو بندیز لګېدلی.
د عکس تشریح، فیاض الحسن چوهان وايي دوی هیله من دي، چې د پنجشنبې تر ماښامه به احتجاج پای ته ورسېږي. نوموړی وايي کېدای شي د اسیه بي بي نوم د هغو کسانو نوملړ کې شامل شي، چې له هېواده یې پر وتلو بندیز لګېدلی.
د پنجاب اطلاعاتو وزیر وايي، د تاوتریخوالي ګډونوال چې مملکت ننګوي، یاغیان بلل کېږي او دوی به حساب ورکوي
د عکس تشریح، د پنجاب اطلاعاتو وزیر وايي، د تاوتریخوالي ګډونوال چې مملکت ننګوي، یاغیان بلل کېږي او دوی به حساب ورکوي
پېښور
د عکس تشریح، د کوټې او پېښور په ګډون د پاکستان یو شمېر لویو او کوچنیو ښارونو کې احتجاج شوی
د چهار شنبې پر ورځ پاکستان سترې محکمې د اسیه بي بي د اعدام سزا لغو کړه او ویې ویل که نوموړې بل جرم نه وي کړی، سملاسي باید خوشې شي.
د عکس تشریح، د چهار شنبې پر ورځ پاکستان سترې محکمې د اسیه بي بي د اعدام سزا لغو کړه او ویې ویل که نوموړې بل جرم نه وي کړی، سملاسي باید خوشې شي.