د عکسونو البوم: له سرینګره تر استانبوله واوره

د خپرېدو وخت

په لوېدیځه اروپا کې د سړې هوا له کبله ځینې کسان مړه شوي، ‎هند او پاکستان کې هم واورې شوې دي.

استانبول کې واورې ورېدل
د عکس تشریح، په اروپا کې سړې هوا ګڼ کسان وژلي، د شمالي قطب په ګدون په نورو سیمو کې هم ډېرې واورې شوې دي
پولنډ
د عکس تشریح، د پنجشنبې په ورځ پولنډ کې د تودوخې درجه منفي ۱۴ سانټي ګراده وه، چې لږترلږه د لسو کسانو وژل کېدل پکې تایید شوي وو
کشمیری وګړی
د عکس تشریح، د هند تر ولکې لاندې کشمیر یو بوډا سړی په سړه هوا او واوره کې چلم څکوي.
پر واورې د سپو د ښویېدو سیالي
د عکس تشریح، د ګرین لنډ پر واورې د سپیو د ښویېدو نړیوالې سیالۍ پرمهال سپي لیدل کېږي، د ترکیې پولې ته څېرمه بلغاریا کې دوه عراقي کډوال د سړې هوا له کبله مړه شوي، د یخې هوا له کبله دوی کنګل شوي وو.
استنانبول
د عکس تشریح، ترکیه کې د ډېرې واورې ورېدو له کبله ترانسپورتي اسانتیاوې کمې شوې.
کمشیر کې واوره
د عکس تشریح، کشمیر دره کې د واورې له ورېدو سره د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی.
سرینگر
د عکس تشریح، سرینګر کې سیلانیان له واورین چاپېریال خوند اخلي.
کشمیر
د عکس تشریح، کشمیر کې د واورې پرمهال ښکلې منظره.